لیکنه: محب ښېراز
د سوهېلي پښتونخوا له ډېري وروسته پاته سیمي موڅه خېل اولسوالۍ سره یې تعلق دی ـ
عبدالرحمان ایسوټ شهید یادوم ـ چې ټول ژوند یې د پښتونخوا وطن او قامي کاز د پاره په سپېڅلې مینه او درنښت خپله ټوله انرجي نذرانه کوله ـ
عبدالرحمان ایسوټ یو داسي مبارز وو چې له طالبعلمۍ څخه یې د قامي طبقاتي کاز د پاره سپېڅلې مبارزه کوله او نه ستړیکېدونکې هلې ځلې کولې ـ
ارواښاد ایسوټ د قامي طبقاتې مبارزې یو داسی مبارز وو چې د سیاست پیل یې له مترقي تنظیم ډیموکرېټک سټوډنټس فېډرېشن څخه کړی دی ـ
لومړی سیاسي لوستونکی دی چې د پښتون ایس ایف په بنست ایښودونکو کې شمار دی او د ټولې سوهېلي پښتونخوا د بلوڅو او پښتنو لوستوکنو سیاسي استاد پاته سوی دی ـ
لومړی سیاسي مبارز دی چې په خپلو سیمو کې یې د سیاسي سرکلونو سلسله مخ په وړاندې بیوله تر څو لوستونکې یو سیاسي شعور ولري او د شعور به ډانګ سیاست وکړي ـ او ورسره د عدم تشدد یو کلک پیاوړی او رښتنی قایل مبارز وو ـ
لومړی سیاسي لوستونکی دی چې د کتاب بینۍ او مطالعې قایل وو او ورسره یې خپل تصانیف هم کړي دي ـ
د جنوبي پښتونخوا لومړی لوستونکی دی چې خپل قلم یې روان ساتلی دی او دوه مهم کتابونه یې موږ ته د چاپ په شکل کې پراته دي ـ چې نومونه یې په دې ډول دي ـ
۱.جنبش ( باچاخان ـ خان شہید اور ولی خان کے قافلے میں ترقی پسند رجحانات) په اردو ژیه وړکی کتاب لیکلی دی چې د هر سیاسي لوستونکي د پاره ډېر مهم او بنیادي کتاب دی ـ
۲.سورګل. دا د سیاسي او سماجي اصطلاحاتو داسي مهم کتاب دی چې په پښتو ژبه کې لومړی یو کتاب استاد نور محمد تره کي لیکلی دی او بیا د دویم کتاب د لیکلو ویاړ د ایسوټ صاحب په برخه دی . دا هم د هر سیاسي لوستونکې د پاره زیات اهمیت لري ـ
خو ـ ـ ـ
افسوس یو بل درییم یو داسي اثر یې لا تر اوسه ناچاپه پروت دی چې تقریباً دا وخت به یې مسوده هم چیري محفوظ نه وي پاته سوې. ولي چې دا ناچاپ اثر یې داسي کتاب وو چې د شهید د مرګ سوب هم جوړ سوی دی ـ
غالباً دا کتاب یې د پښتانه وطن د سیاسي کړکېچ، سیاسي تریخ شالید او دړدونکې واقعات چې په پښتون سیاست کې یې وجود موندلی دی او ډېر داسي پښتانه کردارونه وو چې د هغوی له وجې قامي کاز ته زیان رسېدلی وو یا د رسېدلو لامل به ګرځېدو او نور داسي ترخه واقعات په ګوته شوي وو ـ
خو وخت داسي جابر دی چې هم دغه ناچاپ اثر د خپلو شته موادو له وجې شاید مخالف قوتونو ته قبول نه وو نو یې عبدالرحمان ایسوټ د مرګ شومه کړ. پر درویشت جنورۍ ۱۹۹۵م کال له موږه داسي دغه سیاسي نابغه مبارز له خپلو ارمانونو سره بې له څه هېلې پوره کولو خفه ولاړ ـ
عبدالرحمان ایسوټ یواځینی سیاسي استاد دی چې زه یې د طالبعلمۍ پو دوره کې د سیاست میدان ته مجبور کړی ووم چې کله ما د دۀ دا دوه کتابونه ویلي وو ـ دومره پر اثر کتابونه مې ډېر کم لیدلي دي ـ
زه په خپل ژوند کې څلورو سیاسي انسانانو متاثر شوی یم چې پکې یو عبدالرحمان ایسوټ دی ـ
یو فخرافغان باچاخان داسي شخصیت دی چې زما په ذاتي ژوند کې لا هم زیات اثر لري ـ او دومره یې تر اثر لاندي یم چې د ژوند په هر قدم کې مي راته لاره راښیي ـ
دویم . نورمحمد تره کی دی چې د سیاسي او ادبي ژوند یې دومره متاثره کړی یم آن دا چې خپل د ایم فل تحقیق مې لا ورباندې هم کړی دی او زما په وجود کې اغږلی دی لا ورباندې د ډېر څه لیکلو اراده لرم ـ
دریم ډېر لوړ او د قدر وړ انسان ډاکټر نجیب شهید دی چې لومړی حکمران دی چې حکمرانۍ او سپېڅلي انساني او قامي میني یې زه تل تر اثر لاندي کړی دی ـ او مرګ یې بیخي زیات دړدولی یم او د دۀ داسي وینا نسته چې زما اوښکې پکې تم پاته شوې وي ـ
عبدالرحمان ایسوټ که څوک ولولي زه یقین لرم چې هغه به بیا په ټول عمر کې د منفیت ملګری پاته نه سي ـ هغه به ټول عمر د قامي کاز څخه پر شا نه شي ـ داسي بلا خوبیانې لرلې چې د لیک د طوالت له کبله نه شم کولای بیان یې کړم ـ


