یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه هرات ښار کې د چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي

په هرات ښار کې د چاودنې له امله ۷ تنه مړه شوي

ويب ډیسک

د جنورۍ د ۲۲مې نېټې په ماښام د افغانستان د هرات ښار د ۱۲ مي حوزې اړوند په حاجي عباس سیمه کې، پر یو مسافر وړونکي موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.

د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي سينهوا اژانس ته وويل، چې د دې پېښې له امله د ۷ وژل شويو وګړو جسدونه او ۹ ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي.

د روغتون مسؤلین وایې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

تر اوسه کومې مشخصې يا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخيستی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه