ویب ډیسک
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دوی حق لري چې «مخالفین یا قانون ماتونکي ونیسي او زنداني کړي.»
ښاغلی مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې یو شمېر ښځینه لاریون کوونکو ادعا کړې چې د دوی دوه فعالانې طالبانو نیولي او په نامعلوم حالت کې ژوند کوي.
د طالبانو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «هیڅوک دې ګډوډي او نظم خراب نه کړي.»


