ويب ډیسک
څېړونکو مصر کې د توتعنخ امون مقبرې ته نږدې د کیندلو پایله کې د سل مومیایي شوي مړو سربېره داسې ښخ شوی هرم موندلی چې په لرغوني مصر کې د یوې نامعلومې ملکې د یاد لپاره جوړ شوی ؤ.
لرغونپوهانو د امون مقبرې سلمې کلیزې په درشل کې د مصر قاهرې ښار څخه ۳۲ کیلو متره لرې د جیزه په نوم سیمه کې سلګونه تابوتونه، میومیایي شوي مړي، لاسي اثار او په خاورو کې پټ یو هرم موندلی چې ښایي د توتعنخ امون نږدې جنرالانو او سلاکارانو پورې تړاو ولري.
د مصر د لرغونو اثارو پخوانی وزیر او د کیندنې د ساحې څېړونکی زاهي حواس په دې اړه وايي، توت د نوي پاچاهۍ پر مهال (له ۱۶مې پېړۍ څخه تر ۱۱مې پېړۍ مخکې له میلاده) د خدای په څېر عبادت کېده او خلکو غوښتل چې له مرګ وروسته هغه ته نږدې ښخ شي.
د حواس په وینا تر اوسه پورې دې سیمه کې زموږ ډېری موندنې د پخوانۍ پاچاهۍ دورې پورې اړوند وې خو دا لومړی ځل دی چې د لرغونې مصر نوي سلطنت د دورې اړوند تاریخي بنسټونه موندو.
د معالوماتو له مخې څېړونکي له هغه وروسته ډېر حیران شول چې په هر تابوت یې د مړو د کتاب انځور ولید، ترڅنګ یې یو ځانګړې انځور شوې څېره هم ښکارېده او په اسانۍ د نارینه او ښځینه توپیر یې کېده.
توتعنخ امون د لرغوني مصر تاریخ کې د فرعونیانو اتلسمې کورنۍ غړی او د نوي سلطنت پاچا ؤ.


