سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاندونیزیا کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۱۶۲ ته...

اندونیزیا کې د زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۱۶۲ ته ورسېد

ويب ډیسک

د اندونیزیا لویدیځ جاوه ولایت کې تېره ورځ د یوې زلزلې له امله شاوخوا ۱۶۲ کسانو وژل شوي او ګڼ شمېر کورونو او بنسټیز تاسیساتو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

د ریختر په کچه ۵.۶ دې زلزلې چې لس کیلو متره ژوروالی یې درلود او د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا په ګډون یې ډېرې نورې سیمې هم لړزولي دي.

د مالوماتو له مخې د یادې زلزلې له کبله څه باندې ۱۳۷۸۴ کسان دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي.

د هوا پېژندنې، اقلیم او جیوفزیک سازمان ویلي، دا زلزله د جاکارتا پر وخت ماسپښین ۱:۲۱ دقیقې ترسره شوه چې مرکز یې د لویدیځ جاوه ولایت د سیانجور ولسوالۍ سویل لوېدیځ ښودل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه