ويب ډیسک
د کابل د نهمې حوزې د خواجه رواش اړوند سیمه کې نامعلوم وسلهوال په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو حمله کړې پنځه تنه یې وژلي او بل یې ټپي کړی دی.
د کابل لپاره د طالبانو امنیتي مسولین پېښه تاییدوي خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وایي، خو یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې پېښه په یاده سیمه کې د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې شوې ده.
دغه سرچینې وویل چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله نن سهار رامنځته شوې ده.
دی وایي حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او د پېښې له سیمې تښتېدلی دی.
لا معلومه نه ده چې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي که څنګه.


