ويب ډیسک
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۹۳۴ افغان کډوال له ايرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له يادې ډلې ۳۴ کورنۍ د کډوالو نړيوال سازمان دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره معرفي شول.
ياد وزارت نن چهارشنبه کابل کې يوې ناستې ته وويل، چې په تېر يوه کال کې له ګاونډ هېوادونو څخه شاوخوا يو ميليون افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو او په هېواد کې د وضعيت ترينګلتيا وروسته زرګونه افغانانو هېواد پريښی دی.


