سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍامریکا:په یوه پلورنځي کې په ډزو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي...

امریکا:په یوه پلورنځي کې په ډزو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي دي.

ویب ډیسک

په امریکا کې امنیتي چارواکي وايي د ویرجینیا ایالت په یوه پلورنځي کې په ډزو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي دي.

پېښه د سه شنبې په شپه د ویرجینیا ایالت د چیساپیک ښار د والمارټ په پلورنځي کې رامنځته شوې ده. پولیس وايي د پيښې په اړه پلټنې کوي. ددغه ښار د پولیسو یوه ویاند همدارنګه وویل، امنیتي مسئولین فکر کوي چې بریدګر یوازې برید کړی او په پېښه کې وژل شوی دی. د والمارټ مسولینو دا پېښه غمجنوونکې بللې. له دې څو ورځې وړاندې د امریکا د کولوراډو په ایالت کې د همجنسبازانو د نڅا په کلب کې په وسله وال برید کې پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه