سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډنډ پټان ولسوالۍ شخړه پاکستاني او د طالبانو ته زیاته اوښتی

ډنډ پټان ولسوالۍ شخړه پاکستاني او د طالبانو ته زیاته اوښتی

ويب ډیسک

د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په ډنډې پټان کې جګړه دریدلي، خو دواړو لوریو ته پکې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبرونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د کورمۍ سيمې پاړه چنار روغتون چارواکو ويلي چې د تیرې ورځې له جګړې د یو پوځي جسد او نهه ټپیان وروړل شوې دي، چې په ټپیانو کې ۷ یې پاکستاني پوځیان دي.

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې په سرحدي کرښه بورکۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده، چې دواړو لوریو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ډنډپټان ولسوالۍ یوه اوسیدونکي عیني شاهد محمد الدین پکتیاوال دویچه ویله ته وویل، جګړه هغه وخت پیل شوه، چې طالبانو غوښتل د ډنډپټان ولسوالۍ په استیا سیمه کې په ډيورنډ کرښه اغزن تار ته څيرمه د یوه سړک جوړولو چارې پیل کړي، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه ونیوله.
محمد الدین وایي، جګړه پرون له غرمې وروسته پیل شوي، چې دواړو لوریو ته درنې وسلې هم پکې کاریدلي.

د دغه ځایي اوسیدوپه وینا په جګړه کې یو طالب وژل شوی او د دوو طالبانو په ګډون څلور ملکي وګړي ټپیان شوې دي. هغه زياته کړې: «طالبان د اغزن سیم څنګ کې پر يوه سړک چې له اریوب څخه راغلی او خوست ته یې تیروي، کار شروع کړی و، خو پاکستاني عسکرو اجازه ور نه کړه. تقریباً درې بجې وې چې جنګ شروع شو. پاکستان توپونه ویشتل او طالبانو هم توپونه ورویشتي. اوس ډنډپټان ته د طالبانو ډېر ځواکونه راغلي دي».

د طالبانو ادارې د پکتیا ولایت یوه امنیتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې نشر شي دویچه ویله ته وویل، چې د طالبانو او پاکستان پوځ ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې ځایي خلکو د طالبانو په هغه اسکواتور ډزې وکړې، چې په سیمه کې یې د یوه سړک په جوړولو کې کار کاوه.

د نوموړي په خبره، وروسته پاکستاني پوځیانو د طالبانو په ځواکونو برید وکړ: »پوځ د اسلامي امارت په ځواکونو ډزې وکړې او په درنو وسلو یې د ډنډي پټان کلي په نښه کړل«. هغه وایي، په دې برید کې درې ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

د سیمې اوسیدونکي محمدالدین دویچه ویله ته وویل، چې د پاکستان د توپ مرمیو له امله له سیمې لسګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې دي. نوموړي زياته کړې: «د توپ مرمۍ په کلیو کې لګیدې. د ډندې، استیا، پټان او څو نورو کوچنیو کلیو نه تر دوو زرو کورنیو کډې کړې دي. دا خلک څمکنیو، لنجۍ منګل او جاني خیلو ته کډه شوې دي.»

بل لور ته له پاکستان د انډیپېنډېنټ اردو رسنۍ د کورمۍ ایجنسنۍ د يوه سيمه ایز روغتون یوه اعلامیه نشر کړې ده، چې پکې ویلي شوې دي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تیرې ورځې په جګړه کې یو پاکستاني پوځي وژل شوی او د اوو پاکستاني پوځيانو په ګډون دوه ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

له هېواده د باندې د ميشتو پاکستاني وګړو د اړوندو چارو فدرالي وزير ساجد حسين طوري د دې جګړې پخلی کړی دی او د نوموړي له لوري په ټویټر کې په یوه نشر شوې خبرپاڼه کې د برید غندنه او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان پيپل پارټۍ په خپل رسمي ټویټر پاڼه د ساجد حسین له قوله ویلي: «افغان حکومت باید سملاسي بډزې بندې کړي او د ملکي خلکو په نښه کولو څخه دې ډډه وکړي. د کورمې خلک او د پاکستان پوځ ښه پوهیږي چې څنګه د خپلې خاورې ساتنه کوي او هر ډول تیري ته ځواب ورکوي«.

د ساجد حسن له قوله زیاته شوې ده، چې د کورمۍ باروکي او ډنډپټان خرلاڅۍ په سیمه کې د څو میاشتو راهیسې د ځمکې پر سر راپورته شوي شخړه دې د خبرو له لارې هواره شي: «افغانستان یو ورور هېواد دی او موږ غواړو چې ټولې روانې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو او خبرو اترو حل شي.»

که څه هم ویل کیږي، چې د پکتیا په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه دریدلې ده، خو ځایي اوسیدونکي وایي، د دوشنبې ورځې په سهار هم خال خال ډزې اوریدل کیدې.

تر اوسه د طالبانو حکومت د دغه جګړې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی، خو د ډنډې پټان ځایي اوسيدونکي وایي، چې سیمې ته له کابل څخه د طالبانو یو پلاوی ورغلی تر څو له پاکستاني پوځیانو سره د رامنځته شوي شخړې په اړه خبرې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه