دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍدروپدي مورمو د هند نوې ولسمشره وټاکل شوه

دروپدي مورمو د هند نوې ولسمشره وټاکل شوه

ويب ډیسک

دروپدي مورمو د هند نوې ولسمشره وټاکل شوه
د هند د ولسمشريزو ټاکنو پايله د جولای په ۲۱مه نېټه خپره شوه.

د هند د واکمن ګوند بي جې پي(BJP) په مشرۍ د ملي ډيموکراتيک اتحاد (NDA) نوماندې دروپدي مورمو د اپوزېسيون نوماند یشنوت سينها ته ماتې ورکړې او د هند د نوې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده.
مورمو به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه لوړه کړي او د اوسني ولسمشر رام نات کويند ځايناستې به شي.
دروپدي مورمو د هند يوه قبايلوي سیاستواله ده او د دغه هېواد په تاريخ کې به دويمه ښځېنه ولسمشره وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه