دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیو افغان د هند په مهرا شترا ایالت کې د ناڅرګندو...

یو افغان د هند په مهرا شترا ایالت کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.

ويب ډیسک

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د خواجه سعید چیشتي په نوم یو افغان روحاني د دغه هیواد په مهرا شترا ایالت کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی.
هندي رسنیو د دغه هیواد د پولیسو له قوله ویلي چې دغه ۳۵ کلن افغان روحاني د سې شنبې په وځ د ممبي په ۲۰۰ کیلومترۍ کې په ډزو وژل شوی دی.
پولیسو ویلي چې د هغه قاتلین تښتېدلي، خوا وايي چې د نوموړي موټر چلوونکی چې شکمن دی نیولی دی.
خواجه سعید چیشتي چې ویل کیږي د افغانستان د هرات ولایت دی، په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې زیات مشهور شوی و.
هغه په هند کې په «صوفي بابا» مشهور وو او په دغه هیواد کې زیات مریدان پیدا کړي و.
نوموړي د څه وخت راپدېخوا د هند په «یئولا ناشیک» ښار کې ژوند کاوه.
د هند پولیسو ویلي چې تر دامهاله د هغه د مرګ انګېزه نه ده روښانه شوې، خو وايي چې کېدایشي د ځمکې رانیولو په یوې قضیه کې وژل شوی وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه