سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍاوکراين د هېواد بیا رغونې درې پړاونو لپاره ۷۵۰ اربه ډالرو ته...

اوکراين د هېواد بیا رغونې درې پړاونو لپاره ۷۵۰ اربه ډالرو ته اړتیا لري.

ویب ډیسک

د اوکراین مشرانو په سویټزرلېنډ کې یوې نړیوالې سرمشریزې ته ویلي چې د دوی تباه شوی هیواد د رغونې درې پړاونو لپاره ۷۵۰ اربه ډالرو ته اړتیا لري.
د دوی په وینا، روسیې د دوی پر هېواد یرغل کړی او هلته یې ښارونه او بنسټونه وران کړي دي.

د اوکراین وزیراعظم ډینس شميهال دا څرګندونې د جولايي پر څلورمه د سویټزرلېنډ په لوګانو ښار کې د اوکراین د بیا رغونې په اړه جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي، دوی باور لري چې د اوکراین د بیا رغورنې د پلان لپاره به اساسي سرچینه د روسیې هغه کنګل شوې شتمنۍ وي چې د ده په وینا، له ۳۰۰ تر ۵۰۰ اربه ډالرو پورې دي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له کییف څخه دې غونډې ته د ویډیو له لارې په وینا کې وویل چې د اوکراین بحالي د ټولې جمهوري نړۍ ګډ کار دی او دا به د ده په وینا، د ټولو قامونو شریک خدمت وي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه