ويب ډیسک
په تاشکند کې د افغانستان په تړاو کنفرانس جوړیږي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت زياتوي، دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.


