یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجشېر کې سیلابونو ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

پنجشېر کې سیلابونو ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

ويب ډیسک

د پنجشېر طبیعي پېښو ته رسېدو چارو رئیس احمد ضیاء یزداني وايي، دغه سېلابونه تر ډېره د یاد ولایت د ابشار ولسوالۍ په دوو کلیو کې را وتلي دي.

باختر دولتي خبري آژانس د نوموړي له قوله ویلي چې د را وتلو سېلابونو له امله لسګونه جریبه زراعتي ځمکه، د اوبو کانالونه، د برښنا کوچنۍ دستګاوې، سړکونه او فرعي لارې او پل پلچکونه تخریب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې پرون او نن د په لسو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو خبر ورکړی و.

بلخوا ویل کیږي چې په خوست ولایت کې هم تیره ورځ د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه