دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د زلزلو لامل څه دی؟

افغانستان کې د زلزلو لامل څه دی؟

ليکنه:محمد ولید ساپی

‎ افغانستان کې د هندوکش غرنۍ سیمه موقعت لري کومه چه د الپایډ کمربند برخه ده. دالپایډ غرونو کمربند د آرام (پاسفیک) سمندر د اور شیندونکې کمربند (فایر رینګ) نه وروسته په نړۍ کې دویمه فعاله دزلزلو منبع بلل شوي.

‎ د الپایډ کمربند شاوخوا پنځلس زره کیلومتره طول سره د یوریشیا له جنوبي برخې څخه د همالیا له لارې د پاسفیک پلیټ سره وصلیږي. دافغانستان دهندوکش او یو شمیر نورو غرونو لړۍ په همدي کمربند باندي واقع ده. ددې نه علاوه په افغانستان کې ددريوو پلیټونو (یوریشیا، عربي او هندي) ټکټونیکې فعالیت هم بیخي زیات دی ځکه ددغه پلیټونو دوصل ټکی د ډیورنډ فرضي کرښي خصوصا دلوي پکتیا سیمي ته څیرمه موقعت لري. دځمکي قشر دشاوخوا پنځلس فعالو ټکټونیکې پلیټونونه جوړ دی کوم چه د نړۍ په مختلفو سیموکې دخپلو ټکرونو، جداکیدو یاهم یوبل باندي دسولیدو په پایله کې د انرژي دآزادیدوله امله زلزلي رامینځته کوي.

هغه اوازي چه دلته ګواکې د اوورشیندونکو فعالیت په شروع کیدو دی او دخلکو اذهان یی مغشوش کړي هیڅ کوم علمي ثبوت نلري او هغه افواهات چه ګواکې د اټومي موادو پاتي شوني دې سیموکې دفن شوي او زلزلي دهمدي نه رامینځته شوي هم هیڅ علمي او منطقي بحث ندی. افغانستان کې اکثرا شدیدي زلزلي پلیټتکتونیکې دي او بس.

دمشکل اساسي حل دتعمیرونو انجنیري ډیزاین دی، مسول دولت باید دافغانستان لپاره د ډیزاین د کوډونو او معیارونو په تطبیق برخه کې خورا جدې واوسي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه