دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفراه کې د ابرا په نامه د یوې مرستندویې ټولنې ولایتي مشر...

فراه کې د ابرا په نامه د یوې مرستندویې ټولنې ولایتي مشر وژل شوی .

ویب ډیسک

د افغانستان په سوېل-لوېدیځ ولایت، فراه، کې د طالبانو حکومتي چارواکو تایید کړې، چې هلته د ابرا په نامه د یوې مرستندویې ټولنې ولایتي مشر وژل شوی دی.
د دغه ولایت د امنیت آمر، مولوي عبدالرزاق راشد، رسنیو ته ویلي چې پر ډاکټر نصرت الله وړمه شپه د فراه ښار په دویمه ناحیه کې په خپل دفتر کې برید شوی دی.
رپوټونه وايي، ډاکټر نصرت الله لومړی زندۍ کړل شوی او وروسته په مرمۍ ویشتل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، چې په دې تړاو يې د وژل شوي ډاکټر د دفتر درې همکاران نیولي او پلټنې ترې روانې دي.

ابرا یوه مرستندویه ټولنه ده چې معلولانو ته د مصنوعي لاسونو او پښو د جوړولو په برخه کې چوپړونه وړاندې کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه