ويب ډیسک
د مصالحې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د راپورنو له مخې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر، تخار، اندراب او خوست ولایتونو کې ملکي وګړي صحرايي محکمه او وژل شوي دي.
ښاغلي عبدالله نن جمعه مۍ ۱۳(غوايي ۲۳) پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو حکومت له نوم یادولو پرته لیکلي چې “نظامیانو په پنجشېر، تخار، اندرابونو او خوست ولایتونو کې د سیمې د مظلومو ملکي وګړو په صحرايي محکمې، وژلو او شکنجې لاس پورې کړی دی.”
عبدالله عبدالله ویلي چې دا ډول اقدامات د دیني شعایرو، بشري قوانینو، وطني او نړیوال عرف په اساس محکوم او د غندنې وړ دي.
نوموړي زیاته کړې چې په وروستیو څلورو لسیزو کې د انحصار او انزا سیاست د خلکو ستونزې زیاتې کړي او افغانستان یې له بحران سره مخ کړی دی.
د مصالحې عالي شورا پخواني مشر همدارنګه زیاته کړې چې اوسنی بحران باید د خبرو اترو، د خلکو په ارادې سره حل او فصل شي. عبدالله عبدالله ویلي:”یو ځل بیا ټینګار کوم چې د بشر ضد سیاستونو دوام، ځپل، د وېرې اچول او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو اعمال به د هیواد د انزوا لامل شي.”
دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستیو کې په پنجشېر، تخار او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو له امله دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جهبې ویاند صبغت الله احمدي د پنجشنبې په ورځ وویل چې تیره شپه د اسدالله اندرابي په نامه د دې جبهې یو قوماندان د خپلو ۴ وسله والو سره د اندراب درې د بنوي په ولسوالۍ کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شويدي.
بلخوا د پنجشیر ولایت د دره او ابشار له ولسوالیو څخه راپورونو او د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکو د ادعاوو په اساس طالبانو په یادو سیمو کې «ولسي خلک وژلي» دي، خو په سیمه کې د طالبانو د حکومت مقامات دا ادعاوې ردوي او بې اساسه یې بولي.
د پنجشیر د دره ولسوالۍ د «تنخو» سیمې اوسېدونکي غلام فاروق حلیم په خپل فیسبوک کې یو تصویر خپور کړی او ادعا کوي چې طالبانو یې په کلیو کې ولسي خلک نیولي او نا معلوم ځای ته یې بیولي دي. په دغه تصویر کې لیدل کېږي چې وسله والو طالبانو د یو شمېر ځوانانو لاسونه تر شا تړلي او کوم نا معلوم لوري ته یې انتقالوي.
د «مقاومت جبهې» هم ادعا کړې ده چې طالبانو په پنجشیر، اندراب او تخار کې «نسل وژنه» کړې ده.
د «مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري د چهارشنبه مۍ ۱۱ (غوايي۲۱) په خپل ټویټر کې لیکلي: «د خلکو نسل وژنه هېڅکله زموږ روحیه نشي وژلاې. بلکه د دغو جنایتکارانو له ډلې څخه زموږ د هېواد د خپلواکۍ اراده نوره هم غښتلې کوي.»
خو په پنجشیر کې د طالبانو د حکومت مسئولینو د «ولسي خلکو» وژل رد کړي او هغه یې بې اساسه ادعا بللې ده. د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي ویاند ابوبکر صدیقي امریکا غږ ته وویل: «د ښځو او ولسي خلکو وژل یوه ناحقه ادعا چې د افرادو له لوري کېږي.»
نوموړي همدغه راز هغه ویدیوګانې هم رد کړي چې په کې ښودل کېږي طالبان یو شمېر خلک وهي او شکنجه کوي. ښاغلي صدیقي وویل چې دا ویدیوګانې د پنجشیر په ولایت پورې اړه نلري.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال نصیر احمد فایق ویلي دي چې له پنجشیر، تخار او اندراب څخه د ولسي خلکو د وژل کېدو وحشتناک راپورونه موجود دي.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې دا قتلونه د «جنګي جنایاتو» څرګندوي دي چې د نړیوالو قوانینو او بشر د حقونو خلاف دي چې باید بند شي.


