ويب ډیسک
رپوټونه وايي د پلازمینې کابل په لوېدیځ کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې.
دغه پېښه د کابل د پنځمې حوزې اړوند د ایوب صابر په نامه جومات کې رامنځ ته شوې ده.
کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته د چاودنې پخلی کړی او وايي لومړني مالومات ښيي چې درې کسان پکې ټپیان شوې دي.


