ليک : حفيظ الله ياد
که څه هم پښتانه قام ته خپل تاريخ وار په وار او بيا په يوه لوی تسلسل په وينو سور ور رسېدلی دی خو په هم دې لړ کښې ځيني نومونه د تاريخ پر پاڼه د وينو په سېلاب کښې د سالنګ غره په څېر ځلېدلي دي. ځيني څکې د دې قام په دې خوني طوفان کښې تل د يو روڼ صباؤن هيله ګرځېدلي دي.
ځيني نومونو د خپلو حوصلو، هيلو، مستقل مزاجۍ او زړورتيا له کبله خپل ځان لره اوچت ځای موندلی دی. په دې قطار کښي يو کس تل د مخ په صفونو کښي په کلک هوډ او مېړانه ليدل سوی دی او تل يه په طوفاني هوا کښي خپل قام ته د هيلو او امېدونو مړاوي ډېوې بلي ساتلي دي.
دا انجينير ځوان دي لوی احمد شاهي وطن ارمانجن، چي په لومړي ځل تاريخ د خپل شهيد پلار د جنازې سر ته ښه په هوډ او په ډاډه زړه ليدلی چي يه نه د خپل پلار پر سوري سوري ټټر اوښکه توی کړه او تر دې حده چي يه نور ملګري هم له عمله په کلکه منع کول. هغه ځکه چي يه پلار پر خپل کور له تلتکه نه وو مړ بلکه د خپل وطن او واک اختيار د ګټلو په جهاد کښي په خپلو وينو لمبېدلی وو. دا ٢٥ کلن ځوان د تاريخ پاڼي د محمود خان اڅکزي په نامه يادوي او پېژني يه.
دې ځوان پرته له دې چي يه ځيګر له احساساتو ډک وو، بيا يه له هغه دمه تر دې دمه د ناورينونو يوه نه ختمېدونکې لړۍ وزغمله چي د يو حساس کس دپاره د زغملو نه ده. په خپل ماشومتوب کښې د پلار په ژوند د يتيمتوب ژور احساس او بيا د پلار په وينو سور جسد د چونغر په څېر ډبرين اعصاب غواړي.
يو څو کاله پس چي کله لرغوني افغانستان د ثور په نېکمرغه مياشته کښي انقلاب وکړ نو هم اڅکزي صېب د دې انقلاب په ملاتړ کښي په محکومه پښتونخوا کښي د چمن په ښار کښي په خپله مشرۍ کښي لويه تاريخي جلسه وکړه او وس به يه پر دې رېشنل انقلاب خوند اخيست چي له بده مرغه د پنډۍ په فتوا کافر سو او په ازاد وطن کښې يه د روسيانو سرې قافلې او له لاهوره يه و وطن ته د اشرارو جماعتونه په کتو وليدو خو د هر څه باوجوده يه د خپلو ملګرو ډېره په حوصله لارښودنه وکړه. پس له دې يه په ٧م اکتوبر ١٩٨٣ کښې د جمعې په ورځ د مرګ ګوله په خوله کړله مګر تېره يه نه کړله او د خپلو څلورو ٤ ملګرو جنازې يه د سترګو په وړاندي او پر خپلو ستړو اوږو تر ګورستانه يوړلې او د شپږو کالو دپاره د خپلي پلرنۍ خاوري لري چرته د وزيرستان په وچو غرونو ګای د لوی افغانستان په رېګونو او ښارونو ګای بيا په خپله سيمه کښې د ملګرو په کورونو کښې له دنيا پټي شپې تېري کړلې او ليا نه سو لېونی.
هم دې دي اولسواکۍ مين وګړي چي کله په هغه کش مکش کښې ګير وو نو يه د نيوييمي په لسيزي کښې يه په خپل ګرېوان کښې د پنجابي رياست لاسونه و ليدل او د قبايلي جنګ په رنګ کښې په يو بل نه ختمېدونکي جنګ په نه خوښه ورباندي و تپل سو. د دې جنګ له کبله يه خپل ډېر نيزدې ملګري د سلګونو په شمېر له لاسه ورکړ چي پکښې يه يو د سکه ورور په څېر تربور سيد خان هم وو. او بيا يه د خپلي خاوري د خپلولو په ګناه کښې پنځه نور سياسي ملګري په قامي و ملي شهادت ورسېدل او دي د همت لا د پخوا په څېر هغسي هسک وو.
دې جنګ ليا خوله نه وه سره ور وړې چي تاريخ يو ځل بيا د ډېر ورنيزدې ملګري ډاکټر صېب محترم نجيب الله شهيد نه زغمونکی مرګ ورباندي وليد چي له کبله يه لوی افغانستان يو ځل بيا پرېدو تورو لوسونو ته حواله سو. دالته هم هغه څه وسو د څه پېشن ګويي چي محمود خان اڅکزي، شير علي باچا او استاد رحيم مندوخېل په يوه توره کوټه کښي و ډاکټر صېب ته د فانوس د ګلاس په مثال کړې وه.
دا ناورين لا غزېدی چي يه په دې سړي د يو ځل بيا په ملک کښي مارشلاﺀ وليدله او هم اول کس دی وو چي يه په اوله ورځ دا فوځي مارشلاﺀ و غندله او يو ځل يه بيا ځپلی قام له بلي بد مرغۍ سره شکېل سو. په هم دغه وختونو کښي يه بيا په ګران وطن کښې دوه شکرور د کيپيټلزم او سوشلزم په نامه سر په شکرو سو خو دا له حوصلې ډک کس له خپلي مبارزې ګام هم نه سو پر شا بلکه زه به دا او وايم چي پر شا يه و هم نه کتل مخ په وړاندي په لوړه حوصه روان پاته سو. په دې لړ کښې يه د قام دپاره د پونم، اې پي ډي اېم، پي اېن ډي اې، پښتون نېشنل کمېټۍ په هلو زلو کښې خولې تويولې. پس له دې هر څه چي لږ څه نا څه خبره محکوم او مستعمره پښتانه دپاره په ښه لور روانه سوه نو هم و دې کس ته د لستوړو مارانوسرونه را و ايستل، نو چي يوې خوا ته ملي مبارزه وي بلي خواته د ملګرو کانې بيا جو بېخي سړي ته زور ورکوي مګر دي اڅکزي صېب پر تندي داسي هس هم نه سو سرګند او لا به يه و خپل قام ته حوصله او اميد ور کولی. تل يه خپل د درد ځپيلي ږغ په کاڼو د اسلام اباد او پېنډۍ د بادارانو د وحشت د محلونو شيشې ماتولې.
وخت تېرېده چي په کال ٢٠١٨ کښي د “پښتون ژغورني غورځنګ” په نامه پښتون قامي تحريک و زېږېدی او پر درست پښتانه بحيثيت قام د ازمويني ورځ راغله، وار په وار خلګو لمني ټکولې که پر مېدان پاته سوی دی هغه د تاريخ د پاڼو پر ځيګرونو يو مشر محمود خان اڅکزی دی چي يه دې تحريک ته دا باور ورکړی د دۀ په ټکو چي : ” که تاسو جنګ کاوه ما نه کاوه زه پښتون نه يم ” او لا تر نن ورځي، سره له ملګرو کلک وسره ولاړ دی.
دا سړي په دې عمر د خپل قام مقدمه واخيستله او يک يوازي تنها په مياشتو مياشتو د نړۍ پر هېوادونو و ګرزېدی او خپله ستړې مقدمه يه ورته وړاندي کړله.
لکه څنګه چي پښیانه قام خپل هر اتل دي هغه په ژوند نه دی نازولی او دي هغه د مرګ پس يه بيا ورپسې ځيګر ټکولی دی نو خدای يه مه کړه چي هغه تاريخ له موږ سره په تقرار نه وي روان او په نه شتون کښي به يه په ياد او په ماتم ځيګرونه ټکوو.


