دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍوچکالي په ګرده نړۍ کې مخ په سختېدو ده

وچکالي په ګرده نړۍ کې مخ په سختېدو ده

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د ښېرازو ځمکو د صحرايي کېدو د مخنيوي تړون لاسليکوونکو خواوو د مې په ۱۵مه نېټه يوه غونډه ترسره کړې او د وچکالۍ د څار راپور يې خپور کړی دی.

راپور وايي، وچکالۍ پر ګردې نړۍ بد سیوری غوړولی او ۲۹ سلنه نوره هم پراخه شوې ده.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې وچکالۍ له ۱۹۹۸م کال څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې د ګردې نړۍ بېلا بېلو هيوادونو ته د ۱۲۴ميليارډو ډالرو په ارزښت زيانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې سږ کال به ۱۶۰ میلیونه ماشومان له سختې او اوږدې وچکالۍ سره مخ وي او ۲.۳ میلیارډه کسان به پوره اوبو ته لاسرسی ونه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه