لیکنه: جعفر هاند
کتاب راشد د کرکټ خان
«زه چې کله په 2020م کال کې امريکا ته راغلم، نو په هوايي ډګر کې د مهاجرت يو افسر تحقيق ته تاؤ کړم. هغه چې په پاسپورټ کې زما نوم وليده او په کې ډېرې وېزې یې وليدلې، نو ماته يې وويل چې تاسو؛ خو ډېر سفرونه کړي. څه کاره ياست؟
ما ورته وويل: زه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی يم. ما چې کله د کرکټ او افغانستان نوم ورته واخيست، هغه سمدستي راته وويل: ته راشد خان پېژنې؟ ماورته وويل: هو موږ دواړه د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي يو. په خندا شو. دی تورپوستی امريکايي و. زه هم حيران شوم چې په امريکا کې چې کرکټ په کې د اسيايي هيوادونو غونډې ډېر مشهور نه دی، يو تور پوستی څنګه راشد خان پېژني او د هغه يې له کرکټ سره څه.
ما تری وپوښتل چې ته راشد خان څنګه پېژنې؟ تاسو خو په امريکا کې ډېر کرکټ هم نه کوئ؟ هغه راته وويل چې زما مور او پلار د کارابين (ويسټ انډيز) دي، هغوی کرکټ ډېر ګوري او زه يې هم ورسره ګورم. هغوی په کور کې کله ناکله راشد خان يادوي او د هغه د لوبې ستاينه کوي، زه هلته د راشد خان له نوم او بيا یې له لوبې سره اشنا شوی يم. ما مې له مور او پلار څخه کرکټ زده کړی دی او په تاسو کې راشد خان ډېر مشهور دی. دغه افسر له ما څخه د راشد خان او کرکټ ډېرې پوښتنې وکړې او بيا يې پاسپورټ راته بيرته راکړ. ويې ويل: په امريکا کې مو له سفر څخه خوند واخلئ.
دا زما لپاره ډېره جالبه وه. يعنې زه په خپله لوبغاړی يم او غټ نوم لرم؛ خو دغه افسر د راشد خان له کبله زما عزت وکړ . اول ځل چې څو کاله مخکې امريکا ته راغلی وم، دوی په هوايي ميدان کې تقريبا څلور ساعته کېنولی وم او پوښتنې يې راڅخه کولې. ما افتخار وکړ، چې په وطن کې داسې يو لوبغاړی لرو چې په بهر کې يې هم نوم واخلې، خلک دې درناوی کوي او ملک ته دې احترام کوي.
يو ځل مو بنګله دېش کې لوبې وې په بازار، هوټل او هر ځای کې به چې خلکو وليدلو او پوه به شول چې لوبغاړي يو : راشد خان او افغانستان به يې راته خامخا يادول. دا ماته مثبته انرژي راکوي چې د نړۍ هر ګوټ ته ځم او د راشد خان نوم اخیستل کېږي، ورسره افغانستان او موږ ټول ښه يادېږو. معلومه ده چې په موږ باندې څه حالات تېرېږي؛ خو بيا هم داسې يو لوبغاړی لرو چې وطن پرې ښه يادېږي. موږ داسې يو څوک لرو چې په خپله يو برانډ دی».


