دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهراشد خان په لومړي ځل آی پي ال کې کپتاني وکړه او...

راشد خان په لومړي ځل آی پي ال کې کپتاني وکړه او لوبه یې وګټله

ويب ډیسک

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د هند په لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) کې د خپلې لوبډلې ګجرات ټایټنز کپتاني وکړه.

د یکشنبې اپریل ۱۷ (۲۸) په لوبې کې د ګجرات د لوبډلې کپتان پانډیا ناروغ و او مرستیال کپتان راشد خان ته یې د لوبډلې مشري وسپارله.

د دوی لوبډله د بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.

راشد خان د لوبې په یوې حساسې شېبې کې په ۲۱ توپونو ۴۰ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې بری یې یقیني کړ.

راشد خان د ګجرات لوبډلې مرستیال کپتان دی او لومړی افغان شو چې په دغو سیالیو کې د یوې لوبډلې مشري او لوبه ګټي.

په آی پي ال کې د راشد خان تر څنګ محمد نبي، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي هم لوبېږي خو تر دې دمه هغوی ته د لوبو چانس ورکړل شوی نه دی.

آی پي ال د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي چې میلیاردون هندي روپۍ په کې پانګونه کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه