دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران که اسرایيلو يې د هیواد خلاف څه کارروايي وکړه نو ایراني...

ایران که اسرایيلو يې د هیواد خلاف څه کارروايي وکړه نو ایراني ځواکونه به يې په نښه کړي.

ويب ډیسک

د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې که اسرایيلو يې د هیواد خلاف څه کارروايي وکړه نو ایراني ځواکونه به يې په نښه کړي.
د ایران سختدريځه ولسمشر ابراهيم رييسي اسراییل ته په اشاره زیاته کړې چې که د ایراني قام پرضد يې د ده په خبره، “معمولي اقدام هم وکړ نو د ایراني ځواکونو هدف به د یهودي رژیم مرکز وي.”

ولسمشر رييسي دا خبرې د اپریل په ۱۸مه د ایراني ځواکونو د کلني پرېډ پر مهال په خپله وينا کې وکړې.

تهران د ۱۹۷۹ کال د ایراني انقلاب وروسته اسراييل په رسمي توګه نه پيژني او د حزب الله او حماس غوندې اسراييل ضد وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

تهران په اسراییل دا تور هم لګوي چې د هغه هیواد ايټمي تنصیبات يې زیانمن کړي او د دوی د ايټمي ساينس پوهانو په وژنو کې هم ککړ دي خو اسراييلو دا تورونه ردوي. البته اسراييل دريځ لري چې د هېڅ موافقې پابند نه دی او بالاخره کولای شي چې د ايران د ايټمي تاسیساتو پرضد یو اړخیزه اقدام وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه