یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان په تیر یوه کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت...

افغانستان په تیر یوه کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر کړي دي

ويب ډیسک

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی دی چې افغانستان په تیر یوه کال کې د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت اینځر صادر کړي دي.

نوموړي وزارت په خپل تویتر کې لیکلي دي چې دغه هیواد توانیدلی دی چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې تر ۷۰۰ میلیونه ډالرو آضافه اینځر صادر کړي.

د باختر خپري آژانس لیکلي دي چې هندوستان، متحده عربي امارات، کاناډا او یو شمیر اروپايي هیوادونه د افغانستان د اینځرو ستر پیریدونکي دي.

د رپوټونو په حواله په افغانستان کې د کندهار، هلمند، زابل، هرات، فاریاب، بلخ او روزګان هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډیر اینځر په کې تولیدیږي.

تیره اونۍ هم د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی و چې افغانستان په تیر یوه کال کې د ۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت «توره جلغوزه» او د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت «هینګ» بهرنیو هیوادونو ته صادر کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه