دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍډونالډټرمپ به نن د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي

ډونالډټرمپ به نن د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي

ويب ډيسک

د امریکایي رسنیو د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې ډونالډټرمپ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

 

د لوړې تر مراسمو دمخه د کانګرس ودانۍ شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي او ۲۵ زره امنیتي ځواکونه د دغو مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارل شوي.

 

تمه وه چې مراسم په ازاده فضا کې ترسره شي خو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د سړې هوا په خاطر دې مراسم د کانګرس ودانۍ دننه ترسره شي.

 

د لوړې مراسم د واشنګتن په وخت نن دوشنبه د غرمې یوولس نیمې پیلیږي او تمه ده ټرمپ د کار په لومړۍ ورځ د کډوالۍ، مالیاتو او ځینو نورو مسلو په برخه کې یو لړ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه