دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ وايي پنځه ترهګر يي په ژوب کې وژلي

پاکستان پوځ وايي پنځه ترهګر يي په ژوب کې وژلي

ويب ډيسک

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر آی اس پي آر ادعا کړې چې دغو بریدګرو غوښتل د بلوچستان له ژوب سیمې سره د پاکستان خاورې ته ننوځي چې د پاکستاني پوځیانو له خوا هدف وګرځېدل.

 

د پاکستان پوځ په دغه بیان کې یو وار بیا ویلي چې افغانستان کې د واکمن له حکومت غواړي د خپلې خوا پولې امنیت ونیسي. د پاکستان د پوځ بیان زیاتوي چې د افغانستان حکومت باید خپل مسوولیت ادا او اجازه ورنکړي چې له افغان خاورې د پاکستان ضد فعالیت ترسره شي.

 

د افغانستان حکومت بیا مخکې په وار وار ویلي هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ګاونډیو هیوادونو امنیت ته د ګواښ لپاره د افغانستان خاوره وکاروي.

 

د پاکستان پوځ داسې وخت دا ادعا کړې چې تېره اوونۍ یې د کونړ ګڼې سرحدي سیمې په توپونو ویشتلي او تر هغه مخکې یې هم په پکتیکا کې بمباري کړې.

 

د دغو پرله پسې سرحدي نښتو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه