دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳۶ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت :تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳۶ طالبان وژل شوي

ویب ډیسک

د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۱۳۶ طالبان ووژل شول او ۸۱ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

د دې په خواکې ۱۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

دغه طالبان د هېواد، ننګرهار، لوګر، پکتیا، کندهار، زابل، جوزجان، سرپل، بلخ، هلمند، نیمروز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه