ویب ډیسک
د ملي دفاع وزارت وایي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۸۴ طالبان ووژل شول او ۲۰۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۱۵ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد ننګرهار، غزني، خوست، میدان وردګ، کندهار، جوزجان، سرپل، سمنګان، بلخ، هلمند، تخار او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي. خو تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي


