دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحنیف اتمر:د افغانستان پرمختګ د طالبان له لوري له جدي خطر سره...

حنیف اتمر:د افغانستان پرمختګ د طالبان له لوري له جدي خطر سره مخ شوی دی.

ویب ډیسک

تاشکند – بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سویلي او مرکزي اسیا (سیمه‌ایز اتصال، فرصتونه او ګواښونه) نړیوالې ناستې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت له وزیر سلطان بن سعدالمریخی سره د سولې بهیر پر بریالیتوب او په سیمه‌ایز اتصال کې د افغانستان پر رول خبرې اترې ترسره کړې.

ښاغلي اتمر د طالبانو له لوري د وژنو او د تاوتریخوالي زیاتوالي ته په اشارې سره څرګنده کړه چې سراسري او پایدارې سولې ته د رسیدلو فرصت او د اقتصادي سوکالۍ لور ته د افغانستان پرمختګ د طالبان له لوري له جدي خطر سره مخ شوی دی.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر پرمختګ په موخه د قطر د کوربه‌توب او هڅو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه چې د سولې بهیر د بریالتوب لپاره لازمه ده چې د طالبانو د پټنځایونه، تمویل، اکمال او تجهیز لارې بندې شي چې لدې پرته به دغه ډله جګړې او وینې تویونې ته دوام ورکړي.

په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر د سولې بهیر له پرمختګ څخه د قطر د همیشني ملاتړ اعلان ترڅنګ زیاته کړه چې د سولې د تامین په صورت کې به نه یوازې افغانستان اقتصادي سوکالۍ ته ورسیږي بلکې د سیمې د نور هېوادنو په اقتصادي پرمختیا کې به اساسي رول تر سره کړي. ښاغلي المریخي زیاته کړه چې د خیلج هېوادونه په افغانستان کې د پانګونې لپاره کافي پانګه لري او د سولې د تامین په صورت کې افغانستان د سیمه‌ایز اتصال پر پله بدلیدلی شي.

د لیدنې په ترڅ کې دواړ خواو د روان تاوتریخوالي پر ویجاړونکو اړخونو، د سولې په بهیر کې پر موجودو ستونزو او د مسئلې په سوله‌ایز حل کې د سیمې د هېوادونو پر رول خبرې اترې ترسره کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه