ويب ډیسک
د امریکا متحده ایالاتو، افغانستان، اوزبیکستان او پاکستان استازو په سیمهایز ادغام کې د نوي څلور اړخیز ډیپلوماتیک پلټفورم رامنځته کولو په هدف په اصولو کې هوکړه وکړه.
واړه لوریو، په افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات د سیمهایزو همکاریو پراختیا لپاره مهم وګاڼه او تړون یې وکړ چې د سولې او سیمې اړیکې به د متقابلې همکارۍ پر بنسټ پیاوړي کړي.
د اوسني تاریخي فرصت په درک کولو سره چې د متقابل تجارت پرمختګ او سوکالۍ ته لاره هواروي ، ټولې خواوې به د سوداګرۍ پراخولو ، ترانزیتي اړیکو رامنځته کولو او سوداګریزو اړیکو پیاوړي کولو لپاره ګډ کار وکړي. ټولو خواوو همدارنګه ومنله چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې پلټفورم څخه د ګټې اخیستنې لپاره، ناسته ترسره کړي او لیدلوري سره توحید کړي.


