ويب ډیسک
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په جریان کې نن د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اسیټ ایسکشف سره وکتل. دوی په دې کتنه کې د عملي امنیتي همکاریو، له دې جملې د نظامي تجهیزاتو اړوند خبرې وکړې.
ښاغلي ایسکشف وویل چې قزاقستان د سولهیز افغانستان ملاتړی دی او د دې موخې لپاره به د سیمې په کچه له خپل نفوذه کار واخلي.
په دې کتنه د بین المللي همکاریو لپاره د قزاقستان د جمهور رییس ځانګړي استازي ارژان قاضيخانوف چې تازه ګومارل شوی، هم ګډون کړی و. ښاغلي قاضيخانوف وویل چې هېواد یې په CAREC کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ او د انساني ظرفیتونو د پراختیا او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یې همکاري کوي.


