لیک :محمد اسماعيل کریمي
زه به ډېر وخت يواځې وم، د ګڼې ګوڼې مې زړه چاود ؤ، چېرته چې شور نه ؤ، هلته به مې ډېر وخت تېراوه، يا به مې لوستل کول او يا به مې د کتابچې پاڼې د الفاظو او تورو څخه ډکولې.
ډېرو ملګرو ګيلې هم کولې، چا به مغرور معرفي كولم او چا به د بې مينې سړې ټاپې را لګولې، په دې ټولو ملګرو کې يو سړی ؤ، چې د چا څخه هېڅ نه خپه کېده او که څوک به ور څخه خپه شو، دې پسې سر نه ګرځاوه، ډېر متفاوت ؤ.
له ما سره يې طبيعي جوړه وه، ځکه ددې دا ځانګړنه يو څه ما هم درلودله، ما سره يې شوخي هم ډېره کوله، وخت نا وخت به چکر ته په ګډه وتلو، ځينې کارونه يې ښه نه وو، څو ځل مې منعه کړی ؤ، خو سرشاره او ياغي خوی يې درلود، د خپل ځان يې منله د بل چا خبرې پسې نه ګرځېده.
څو ورځې زه ورسره د چکر لپاره ونه وتلم، خپل يوازېتوب مې پاله، بدبختي داده چې يوازېتوب غوره کړې، خلک دې مغرور بولي. دې ملګري هم راته د مغرور لقب راکړ، مجبور يې کړم چې د چکر لپاره ورسره لاړ شم.
په لاره روان وو، زما پر اوږه يې لاس را واړوه، ويې ويل:
نن دې داسې ځای ته وړم چې دا خپګان دې ختم شي، د يوازېتوب فکر دې په بله شي، د انسان سره د پاتې کېدو خوند در باندې ووينم.
ما ورته د ټولو پارکونو نومونه واخيستل، چې کوم يو ته د چکر لپاره ځو، خو سړي ټول رد کړل، يوازې همدا خبره يې وکړه، چې ما پسې راځه.
ملګری مې ؤ، زه هم پسې روان وم، وېره راسره نه وه، ځکه د ملګري څخه به بل څوک ډېر د باور وړ وي؟ دی د يوې کوڅې څخه ووت او پر بله ور سمېده، هېڅ وېره يې نه درلوده، ما سره يو څه اندېښنې پيدا شوې، چې ددې کورونو تر منځ به داسې کوم ځای وي چې سړی پکې ارام او خوښ شي.
د يوې کوڅې په سر کې ودرېد، موبايل يې را واخيست، لنډې خبرې يې وکړې، د څه شېبې ځنډ وروسته د يو کور توره دروازه خلاصه شوه، يو د غټ بدن څښتن را ووت، نرۍ مُسکا يې پر شونډو خوره وه.
زه په ځمکه مېخ وم، نه وړاندې تللای شوم او نه د وروسته تګ توان مې درلود. ملګري مې له لاس ونيوم، په ځان پسې يې کش کړم، تر دې چې د کور په دروازه ور ننوتو.
دننه د انګورو د تاق لاندې سپين رنګه کرولا موټر ولاړ ؤ، لويديځ خوا ته شين چمن او د ګلابو رنګا رنګ بوټي ولاړ وو، يو معطره چاپېريال جوړ ؤ. د کور يوې لوی خونې ته ور ننوتو، ترکي کالينې پکې خورې وې، پاسته توشکونه او نرم بالښتونه پکې ايښي وو.
ملګری مې د کور د څښتن سره په خبرو اخته شو، ما په خپل موبايل کې ځان بوخت کړ، د څه شېبې ځنډ وروسته يوې نه اټکل کېدونکې صحنې سره مخ شوم، دوه پېغلې انجونې خونې ته را ننوتې، د شربت جک او ګيلاسونه يې کېښودل، ملګري ته مې وکتل، هغه په سترګو کې موسک شو. يوه او بله نه شوه، دواړو انجونو د لاس ستړي مشي راکړل، زما بدن لړزې ونيو، انجونې د ګيلاسونو په ډکولو اخته شوې، يوې ګيلاسونه ډکول او بلې ګيلاسونه ويشل. زما پر بدن قيامت جوړ ؤ، شربت مې هېڅ نه تېرېده، بس د زهرو ګوټونه وو او ما تر ستوني تېرول.
د شربت ګيلاسونه ټول شول، انجونې لاړې، بېرته لږ ارام شوم، شېبه وروسته انجونې په بېل انداز راننوتې، پړوني يې په سر نه وو، لباس بدل ؤ، سترګې بدلې وې، حرکتونه پاروونکي وو، ټول نازونه او اداګانې وې، وېښته يې رسۍ – رسۍ پر اوږو را ځوړند وو، هر اندام يې خبرې کولې، د ګوتو په سرونو يې قدمونه اخيستل، يوه لاړه زما د ملګري تر څنګ کېناسته او بله راغله زما تر څنګ کېناسته.
انجونو د غټ بدن لرونکي سړي پر خوا ور کتل، تر دې چې سړي ورته اشاره وکړه او زما ملګري ته يې مخ کړ، پروګرام به پيل کړو.
انجونې پورته شوې، ګونګروګان يې پر پښو وتړل، ورو – ورو ساز او سندره تېزېدله، زه حيرانتيا خوړلم، انجونې ګردې تاوېدې، همدا غږ به جوړ شو: شرنګ، شرنګ، شرنګ…
پر ما زور ډېر ؤ، بالښت ته مې تکيه ووهله، انجونو داسې نڅا کوله، چې سترګې مې ترې نه اوښتې، په يو ماهرانه انداز به په ځمکه را ړنګې شوې، بېرته به د انګور په څېر کږې – وږې پورته شوې، وبه نڅیدې، ساز به ؤ، سندره به وه او همدا غږ به ؤ: شرنګ، شرنګ، شرنګ…
زما د ملګري او د کور څښتن په چک چکو لاسونه پلۍ شول، د انجونو د ړنګېدو سره به د دوی ورمېږونه هم کاږه شول، انجونو به په سترګو را پراته وېښتان پورته کړل، سترګې به يې وجنګولې، ژبه به يې په شونډو تېره کړه، بيا به پورته شوې، وبه نڅېدې، ساز ته به يې د خپل وجود زور وښود، پښې به يې په ځمکه ووهلې، بيا به غږ شو:
شرنګ، شرنګ، شرنګ…
د انجونو نڅا ورو – ورو کمېدله، د سترګو جنګول، پر شونډو د ژبې تېرول او د بدن ړنګېدل پای ته ورسېدل، د وروستي ځل لپاره يې ورو پر ځمکه پښې ووهلې، غږ جوړ شو:
شرنګ، شرنګ، شرنګ…
انجونو ګونګروګان د پښو څخه خلاص کړل، اوږدې ساه ګانې يې واخيستې، يوه لاړه زما ملګري يې د لاس څخه ونيو، روان شول. بله راغله، لاس يې را اوږد کړ، د غټ بدن څښتن پر خوا مې ور وکتل، شخ بريتونه يې راته ښه ونه ايسېدل، په نه زړه پورته شوم او د انجلۍ لاس مې ونيو، د ځان پسې يې روان کړم.
انجلۍ تر ما مخکې په دهلېز کې روانه وه، د يوې کوټې دروازې ته په رسېدو مې عجب غږونه تر غوږو شول، ودرېدم، غوږونه مې څک کړل، داسې غږونه وو چې د خوند خواږه ورسره يو ځای وو، تر لنډې شېبې ورته ولاړ وم، انجلۍ را پسې راغله، د کوټې پر خوا يې کش کاږلم.
کوټې ته په ماتو قدمونو ور ننوتم، انجلۍ دروازه بنده کړه، ما ته يې په ډبل بيډ د کېناستو اشاره وکړه، زه کېناستم، هغې بهر خوا ته کړکۍ پرانيسته، د شربت ګيلاس سره راغله، زما تر څنګ کېناسته.
زما بدن دومره لړزه کوله چې انجلۍ مې د بدن لړزه حس کړه، را نېږدې شوله، زما لاس يې په خپل لاس کې ونيو، ژر مې ترې لاس خلاص کړ، ور څخه لږ ليرې شوم.
انجلۍ لاړه د خونې د کړکۍ تر څنګ ودریده، د شربت د ګيلاس څخه يې ګوټونه کول، خبرې يې پيل کړې:
زه پوهېږم چې ستا لومړی ځل دی چې راغلی يې، خو داسې ډېر راغلي دي چې په لومړي ځل يې بدن د ډېرې لړزې څخه چاودېده، هغوی بيا روږدي شوي دي او اوس زمونږ پاخه ګاکان دي، مه وېرېږه، ته يو ځل زما د بدن خواږه وګوره، بيا به هر وخت را روان يې.
ما يې خبرې ونيولې، په لړزيدلي غږ مې وويل: ستا فکر سهي دی چې زما لومړی ځل دی، خو زه ددې څخه خبر نه وم، چې داسې ځای ته به وړل کېږم. دغه ستاسو ګاک مې ملګری دی، راته ويل يې، چې چکر ته دې وړم، اخر يې دلته راوستلم، نو هيله کوم چې ما ته را نېږدې نشې، ځکه زه نه غواړم چې داسې يو څه دې زما څخه وشي.
پاو ووت، انجلۍ د شربت ګيلاس کېښود، ويې ويل:
بهر چې لاړې ځان خوښ او تازه وښايه، ځکه ستا په سر پيسې راکول کېږي، داسې ونه وايې چې ما څه شی ونه کړل.
له خونې بهر راووتم، د کور لوی خونې ته راغلم، د غټ بدن څښتن هم نه ؤ، د کړکۍ څخه بهر مې وکتل، په چمن کې يې ګلابو ته اوبه ورکولې، څو دقيقې وروسته مې ملګری هم راوګرځید، خړې سترګې يې نيولې وې، په خبرو ورسره اخته شوم، ښه بدې – ناکارې مې ورته وکړې.
د غټ بدن څښتن هم خونې ته راننوت، مونږ خولې بندې کړې، ملګری مې ورسره يوې خوا ته شو، لوټونه يې سره وشمېرل، ښه يې سره وخندل.
مونږ د کور څخه راووتو، د غټ بدن څښتن تر دروازې بدرګه کړو، هيله يې وکړه چې خپه شوي ونه اوسئ او يو څه خوښي مو له مونږ څخه وړې وي.
مونږ لا څو قدمونه اخيستي نه وو، چې د غټ بدن څښتن ما ته را غږ کړل، ای ځوانه! ډېر ځان خپګان او يوازېتوب ته مه ورکوه، زمونږ خوا ته راځه، کله پام غلطوه!


