ویب ډیسک
د کورونا واکسين د تطبيق د څرنګوالي او نظارت کمېټې خپله نوبتي غونډه چې د دې کمېټې ټولو غړيو پکې ګډون درلود، د ملي امنيت د سلاکار د مرستيال صديق الله فهيم په مشري وکړه.
په دې جلسه کې پرېکړه وشوه چې د کورونا واکسين به له روغتيايي کارمندانو او امنيتي او دفاعي سرتېريو ور ها خوا، د ښونځیو معلمانو، د دولتي پوهنتونونو استادانو، سپينږيريو، زندانيانو او په مزمنو ناروغيو اخته ناروغانو ته هم تطبيق شي.
د دې پرېکړو له مخې کوچيان، بېځايه او را ستانه شوي کسان، له مراجعينو سره مخ دولتي کارمندان او د لرې سيمو وګړي د کورونا د واکسين په لومړۍ مرحله کې شامل دي.
د کمېټې غړيو د دې پروسې پر نظارت هم هراړخيزې خبرې وکړې.


