ويب ډیسک
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د نړۍ په کچه د کډوالو شمېر ۱۱۰ ميليونو ته ورسېد.
د دې سازمان په تازه راپور کې راغلي، يوازې د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې ۱۹ ميليونه خلک له يوه ځایه بل ځای ته کډوال شوي دي.
د دې راپور له مخې د دغو کډوالو ډېری برخه د اوکراين، افغانستان، سوريې او سوډان له هېوادونو ده او ترکیه، کلمبيا، ايران او جرمني هغه هېوادونه دي، چې د يادو کډوالو د ډېری برخو کوربهتوب کوي.
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۲ کال تر وروستيو پورې د افغان کډوالو شمېر ۶ ميليونو ته رسېده.


