ويب ډیسک
د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستانافغانستان په تړاو د مدني ټولنو، لویدیځو هېوادونو او ت.الب استازو درې ورځنۍ ناسته د یو پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته رسېدلې ده.
د دې ناستې ګډونوالو له ت.البانو غوښتي، چې د نجونو پر زدهکړو دې بندیزونه ژر تر ژره لرې او د ټولګډونه حکومت جوړولو او له افغانستان د ترهګرۍ ځالو پر لرې کولو دې اقدام وکړي.
د دغې ناستې په پرېکړه لیک ټینګار شوی، چې ت.البان باید په ټولو هغو ژمنو عمل وکړي چې نړیوالې ټولنې سره یې کړې دي.
په ورته وخت کې د چارو شنونکي او یو شمېر افغان سیاستوال وايي، د نړيوالې ټولنې لهخوا یوازې بیانیې او پرېکړه لیکونه صادرول ت.البانو کې بدلون نه راولي او باید عملي ګامونه پورته شي.
#Afghanistan #Norway


