لیکنه: تاریخپوه شفق
د لوی افغانستان سرحدات د احمدشاه بابا د واکمني پر مهال یو وخت په شرق کي د سرهند نه نیولې، چې د ډهلي په 150 میلۍ کي پروت دی، بیا په غرب کي تر مشهده پورې، چې د حزر دریاب نه په همدې فاصله کي پروت دی رسیدل؛ او پلنوالی ئې د امو له سیند نه نیولې بیا په جنوب کي د فارس تر خلیجه رسیده.
د #احمدشاه_بابا امپراطوري چې په آسیا کي یوه له سترو او لویو امپراطوریو څخه شمیرل کیده وار په وار د ده د لمسیانو او بیا د محمدزیو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه سوه.
د وخت د پاچاهیو بېلابېلو دورو ته په پام سره، د لوی افغانستان د جغرافیایي تجزیې ظهور په لاندې ترتیب سره سوی دی:
1- په 1803م کال کي د شمال لوېدیځ خراسان یوه برخه د فارس قاجاري حکومت لاس ته ولوېده.
2- په 1812م کال کي د سیند په څنګ کي، اټک کلا د پنجاب د سکانو حکومت ته ورکول سوه.
3- په 1812م کال کي د ملتان ولایت د سکانو د حکومت لاس ته ولوېد.
4- په 1819م کال کي د کشمیر ولایت د محمد زیانو په دوره کي د پنجاب له دولت سره یوځای سی.
5- په 1821م کال کي دېره غازي خان ولایت د پنجابیانو لاس ته ولوېد.
6- په 1821م کال کي دېره اسماعیل خان ولایت د سکانو لاس ته ولوېد.
7- په 1823م کال کي پېښور ولایت سکانو اشغال کړ.
8- په 1843م کال کي سیند ولایت د انګلیس دولت اشغال کړ.
9- په 1845 – 1876 م کلونو کي د بلوچیستان ولایت د انګلیس حکومت په خپله ولکه کي راوست.
10- په 1872م کال کي سیستان ولایت د انګلیسي پلاوي د حکم له لوري ایران ته ورکول سو.
11- په 1878م کال کي شال، کوږک، کورمه او لنډي کوتل علاقې د #ګندومک له تړون سره سم د امیر محمد یعقوب خان له لوري د انګلیس حکومت ته ورکول سوي.
12- په 1884م کال کي مروه ولایت د امیر عبدالرحمن خان د واکمني پر مهال تزاري روسي دولت ونیوه.
13- په 1885م کال کي د امیر عبدالرحمن خان د واکمني پر مهال پنجده علاقه د روسي تزاري دولت لاس ته ولوېده.
14- په 1893م کال کي سوات، باجوړ، چترال، ارنوی، وزیري، داور، چاګي او چمن علاقې د #ډیورنډ له تړون سره سم د امیر عبدالرحمن خان له لوري انګلیسانو ته ورکول سوي.
په پورته ډول د احمدشاه بابا امپراطوري د ده د لمسیانو او د محمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو له وجي وړه او تجزیه سوه.
سرچینه: د افغانستان معاصر تاریخ ته کتنه – د پوهاند خلیل احمد جامی اثر.
لیکنه: تاریخپوه شفق


