یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان له چین څخه یې ۱ میلیارد ډالر پور ترلاسه کړی دی

پاکستان له چین څخه یې ۱ میلیارد ډالر پور ترلاسه کړی دی

ويب ډیسک

د پاکستان مرکزي بانک تېره ورځ ومنله چې له چین څخه یې ۱ میلیارد ډالر پور ترلاسه کړی دی.

د بانک په راپور کې په دې اړه جزیات نه دي ورکول شوي، خو د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي ؤ چې پاکستان چین ته ۱٫۳ میلیارده ډالرو پور له جملې ۱ میلیارد ډالر ورکړي او تمه یې ښودلې وه چې یادې پیسې به بېرته پاکستان ته د پور په ډول ورکول شي.

بل خوا د پاکستان حکومت تمه ښودلې چې له چین نه ۴ میلیارده ډالر پور ترلاسه کړي. چین لېواله دی چې د روان کال د جولايي میاشتې له پيله بېلابېلو هېوادونو ته د ۹ میلیارده ډالرو په شاوخوا کې پور ورکړي.

د معلوماتو له مخې، د دیوالیه کېدو پر ژۍ ولاړ پاکستان باندې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) د ورکړو برنامو د عملي کولو لپاره فشار راوړی، که څه هم اسلام اباد ادعا کوي چې یادې برنامې یې پلي کړې دي.
د پيسو نړیوال صندوق په ۲۰۱۹ کال کې ژمنه کړې وه چې پاکستان ته به ۶٫۵ میلیارده ډالر پور ورکوي، له دې جملې پاتې ۲٫۵ میلیارده ډالر به د شرایطو په پوره کېدو ورکول کېږي، خو د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د حسن نیت په توګه ۱٫۱ میلیارده ډالر په نږدې ورځو کې ترلاسه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه