لیکنه :میر حسن اتل
په دې خبره کښې هيڅ شک هم نشته چې پښتانۀ له تېرو څو پېړیو په خصوص د نولسمې او شلمې مېلادي پېړیو راوروسته په مسلسل توګه له سیاسي بایلو او قامي غمېزو سره مخامخ پاته دي. څله مخامخ پاته دي…؟ دا خبره دلته نۀ بحث کوو…! دلته فقط د یوې داسې تاریخي او لرغونې سیمې چې اوس مهال ئې موږ د سهېلي پښتونخوا (شمالي بلوچستان) په نوم پېژنو د سياسي مقدمې په اړه لنډه خبره کوو. ځکه چې دغه سيمه له تېرو څو لسيزو څخه په مسلسل توګه له خپلو جائزو سياسي حقوقو څخه محروم پاته ده، خو تر دې لمخه چې د دې سيمې د سياسي مقدمې اهم تر بحث لاندې راولو وړومبی د دې تاريخي سيمې د تاريخي پس منظر او جغرافيائي موقعیت په اړه لنډ توضيعات وړاندې کړو. سهېلي پښتونخوا د تاریخي افغانستان په انتهائي سهېل ختیځه برخه کښې پرته او کره تاریخي شواهدو له رویه د افغانانو تر ټولو لرغونی مسکن او تهذیبي ځانګو ګڼلی شي. لکه نامتو مورخ او نړۍ وړومبی انتهروپولوجسټ «ابو ریحان البېروني زر کاله پخوا د خپل کتاب (کتاب الهند) پر مخ (۱۲۲) ليکلي دي چې د کوه سلېمان (سهېلي پښتونخوا) د غرونو په لړۍ کښې د افغانانو بېلابېل ټبرونه اباد او ژوند کوي. بل لور ته دغه تاريخي سيمه له سیاسي او انتظامي پلوه هم تل د خپل اصل وجود ( تاریخي افغانستان ) برخه پاته شوې ده. چې يو ښه مثال ئې د مغل دورې د نامتو مورخ او ريکارډ کيپر «علامه ابوالفضل» هغه بيان دی چې د خپل نامتو اثر «ائين اکبري» پر مخ (۱۱۰۳) ئې ليکلی دی او وائي د کندهار له شرقي ولايت شال (اوسنۍ کوټه) څخه د کال (۱۰۰۰) تومنه ماليه ترلاسه کېږي. د دغې تاريخي سيمې په ختيځ کښې د بلوڅو قبائيلو (مريانو او بګټيانو) سيمه او وروسته د دېره غازي خان او دېره اسماعيل خان ضلعې موقعيت لري. په شمال او شمال لوېديځ کښې ئې وزيرستان او له هغه وروسته د افغانستان د دریو ولايتونو پکتيکا، زابل او کندهار يو شمېر سيمې پرتي دي. په سهېل او سهېل لوېديځ کښې ئې د بولان غرونه او سهېل ختيځ کښې ئې د بلوڅانو د نصيراباد سيمه پرته ده. او په لوېديځ کښې ئې د ښورا رود او وروسته د رېګ سيمه غزېدلې ده. د معاصر تاريخ له پلوه وئيلی شو چې ابتداء ئې د ګندمک د معاهدې چې د کال ۱۸۸۹م د مۍ د مياشتې په ٢٦مه نېټه لاس ليک شوه وروسته شوې ده. ځکه چې کله چې دغه استعماري معاهده لاس ليک شوه نو دغه سيمه (سهېلي پښتونخوا) د لومړي وار دپاره له خپل اصل وجود څخه بېله او په بدتريجي توګه د برطانوي هند په عملدارۍ کښې شامله کړل شوه. پښين، دکۍ، ښاهرګه او ښورا رود هغه سيمې يا ښارګوټي دي چې نېغ په نېغه په دغه معاهده کښې د برطانوي هند واکدارانو ته حواله کړل شو. کوټه، ږوب، لورالائي او بلوڅانو يو شمېر سيمې په دوهمه او درېمه مرحله کښې د يو شمېر نورو ذيلي معاهدو په واسطه لارې برطانوي هند برخه جوړې شوې. وروسته د دې دپاره چې د دې نول شوو سيمو سياسي او انتظامي امور مخ ته يوړل شي، فرنګيانو د کال ۱۸۸۷م د اکتوبر د مياشتې پر لومړۍ نېټه د چېف کمشنر صوبې په نوم د يوه داسې نوي انتظامي يونټ بنياد کښېښود چې وروسته د برټش بلوچستان په نوم مشهور شو، کله چې د کال ۱۹۴۷م په اوږدو کښې د هند د نيمې وچې (برصغير) د تقسيم او د دوو نوو هېوادونو د جوړولو پرېکړه وشوه نو د دې صوبې د هغه وخت د سياسي مشرتابه لخوا دوه ډوله مطالبې مخته راغلې، د وړومبۍ ډلې لخوا چې مشرۍ ئې خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او د هغه نورو ملګرو کوله دا غوښتنه وشوه چې چون د دې صوبې اکثريت اوسېدونکي پښتانۀ دي، ځکه موږ غواړو چې دغه زموږ صوبه دي له اين ډبليو اېف پي (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) سره یو ځای کړل شي. خو د مسلم ليګ چپټر چې مشري ئې قاضي عيسی او نواب محمدخان جوګيزي بيا غوښتنه وکړه چې زموږ د صوبې دي هم هغه پخوانی حيثيت بحال کړل شي. د وخت حکمرانانو د مسلم لېګ چپټر غوښتنه ومنله او دغه صوبه ئې د کال ۱۹۴۷م د اګست د مياشتې پر پنځلسمه نېټه بېرته په پخواني بحاله کړه. کله چې د بنګالیانو د وهلو او مغلوبلو دپاره د کال ۱۹۵۵م د اکتوبر په ۱۴مه نېټه مغربي پاکستان يوازي په يوه انتظامي يونټ (ون يونټ) بدل کړ شو ، نو د يو شمېر نورو انتظامي واحدونو (Administrative Units) په څېر دغه انتظامي (چيف کمشنر) هم د (ون يونټ) برخه او بېل حيثيت ئې ختم کړل شو. دوې ورځې وروسته ئې د (کال ۱۹۵۵م د اکتوبر په ۱۶مه نېټه) دغه انتظامي يونټ (سهېلي پښتونخوا) ته د کوټه ډويژن نوم ورکړ. چې د مغربي پاکستان په اسمبلۍ کښې ئې شپږ ځانګړې چوکي لرلې. دا ډول کله چې د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ پاکستان) د پرله پسې او کلکو سياسي مبارزو په نتيجه کښې د پاکستان فوځي حکمران جنرل يحی خان مجبور شو چې ون يونټ مات او د ياد ګوند (نېپ پاکستان) د منشور مطابق پر نسلي او لساني بنیادونو د نوو انتظامي يونټونو (صوبو) د جوړولو، او په ملک کښې د عامو ټاکنو (جنرل اليکشن) اعلان وکړي. نو د ياد ګوند (نيشنل عوامي پارټي) د منشور مطابق به دغه صوبه د شمالي مغربي سرحدي صوبې (خېبر پښتونخوا) برخه جوړېده، ځکه چې د دغه انتظامي يونټ اوسېدونکي د نسل، لسان، ثقافت او تاريخي جغرافيې حېثيت له پلوه ټول پښتانۀ وو. او که فرض ئې کړه د پنجابي استعمار او حکمرانو طبقو دپاره دا کار د خطرې سبب جوړېدای شو نو هم پکار ؤ چې د دغه انتظامي يونټ په خپل پخوانی سل کلن حېثيت بحال پاته شوی وای. خو له بده مرغه په دغو دوو خبرو کښې يوه هم نۀ شوه او دغه سل کلن اتتظامي يونټ له بلوچستان سټېټ يونين سره يو ځای او د «بلوچستان» په نوم په يوه نوې صوبه کښې ضم کړل شو. چونکې دغه عمل د نېپ د منشور خلاف ؤ ځکه د دغه ګوند مشرتابه په خصوص پښتنو مشرانو ته پکار ؤ چې سخت مخالفت ئې کړی وای خو هغو دا کا نه وکړ. هم دا وجه وه چې خان شهيد عبدالصمد خان او د هغه ملګرو دا پرېکړه ناروا او غېر قانوني وبلله، له ياد ګوند څخه ئې خپله سیاسي لار بېله او خپل بېل ګوند ئې ساز کړو …! اوس به راشو خپلې اصلي موضوع ته او د دې خبرې به لنډه جائزه واخلو چې د دې سيمې (سهېلي پښتونخوا) اوسېدونکي پښتانۀ په حېث د يوه قام له کومو سياسي ستونزو او غېر يقيني حالاتو سره لاس او ګرېوان دي. لکه مخکې چې هم اشاره ورته شوه چې دغه سيمه د تاريخ په اوږدو کښې په بېلابېلو نومونه لکه: اراکوزيا، لوی کندهار، سهېل ختیځ افغانستان، سهېلي پپښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، د کسې لمنه او نورو ياده شوې ده. خو کله چې له دوهم افغان اېنګلو جګړې (له کال ۱۸۷۸م څخه تر کال ۱۸۸۱) وروسته دغه سيمه د برټش هند لاسونو ته ولوېده، نو هغو د يو شمېر نامعلومو وجوهاتو پر بنياد دغه سيمه د برټش افغانستان پر ځای د برټش بلوچستان په غېر فطرتي او ناروا نوم ونوموله، حالانکې دا اکثريت هغه سيمې يا ښارګوټي ووچې له زرګونو زرګونو کلونو څخه د خپل اصل وجود برخه او په يادو سيمو کښې يوازي افغان النسل اولسونه لکه: کاکړ، ترين، کاسي، اڅګزي، پڼي افغانان: (باروزي، خوږک (خجک)، اېسوټ، مرغزاڼي، زمري، نودهاڼي، لووڼ، داپال، موسی خېل)، مندوخېل، زرکون، تارڼ، غرشين، سيدان، شېراڼي قبائيل (مراڼي، بابړ، هريپال، بختیار، مياڼي) او نور آباد وو. نامتو مورخ حيات خان هم د خپل تاريخي اثر (حيات افغاني) پر مخ ۲۰م د تاريخي افغانستان د سهېلي پولو په اړه يو ځای ليکلي دي”هغه ټول ملک افغانستان بلل کېږي، چې د بلوچستان، هندوستان او ايران ترمنځ له دېرشو (۳۰) درجو څخه تر شپږ دېرشو (۳۶) درجو قطبي شمالي عرض البلد پورې، او له شپېتو درجو څخه تر ۶۸ درجو د ختيځ طول البد ترمنځ پورت دی، شمال برخه کښې ئې هندوکش او د ترکستان ملک، لوېديځ ته ئې فارس يعني ايران، سهېل ته ئې بلوچستان او د هند بحر (سمندر)، او ختيځ ته ئې سندهـ چې دغه ځاے ختيځ ته په هندوستان پورې مربوط پنجاب موقعيت لري”. بل لور ته معاصرې نړۍ ټول سياسي مفکرين پر دې خبره سلا دي چې د يوه قام يا اولس قومي تشخص يا شناخت د هغه قام يا اولس هغه فطرتي احساس دی چې هغه ئې د خپل قام او خپلې خاورې له مجموعي رغښت، سماجي دودونو، کلتور او خپلې ژبې له بطن څخه په شعوري او غېر شعوري توګه ترلاسه کوي.
#د_سوهېلي_پښتونخوا_د_پښتنو_سیاسي_مقدمه…!


