ويب ډیسک
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله د خپلو اتباعو د مړينې په وير نن دوشنبه (د غبرګولي۲۹مه) ملي ماتم اعلان کړ.
د راپورونو له مخې په ډوبې شوې کښتۍ کې شاوخوا ۷۵۰ تنه سپاره ؤ، چې ډېری پاکستاني، سوريي، مصري او فلسطيني اتباع ؤ.
دغه کښتۍ تېره چارشنبه د يونان په ساحل کې ډوبه شوه، چې ښايي له ۵۰۰ ډېرو سپرو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.
د پاکستاني رسنيو د معلوماتو له مخې، داسې انګېرل کېږي چې دغې پېښه کې به تر ۳۰۰ پورې پاکستاني اتباع ډوب شوي وي.
ياده کښتۍ له ليبيا څخه ايټاليا ته روانه وه.


