دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلانګ وار ژورنال راپور :افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ زیاتېږي.

لانګ وار ژورنال راپور :افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ زیاتېږي.

ويب ډیسک

لانګ‌وار ژورنال په خپله تازه لیکنه کې د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې وایي، افغانستان کې د واکمنو تر نظر لاندې ځينې ترهګرې ډلې د آزاد تګ راتګ ډېره آزادي لري، چې هغوی له دې فرصته ګټه اخلي او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ زیاتېږي.

د راپور له مخې، ت.البان د القاعده په مرسته پاکستاني ت.البانو ته پناه او روزنه ورکوي او ملاتړ یې کوي، چې دا د ت.البانو د کړو ادعاو خلاف عمل دی.

راپور زیاتوي، ت.البان که څه هم ډاډ ورکوي چې بهرنیو ترهګرو ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوي او هېڅ هېواد ته د افغانستان له خاورې ګواښ موجود نه دی، خو نښې شته چې ټي ټي پي په پاکستان کې د افغان ت.البانو په مرسته بریدونه کوي او د ترهګرو ډلو غړي له پولو بهر ګواښونه رامنځته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو له وړاندې هم ورته څرګندونې کړې او ویلي ؤ چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کېږي.

د روسیه د دفاع وزیر سرګي شایګو هم اندېښنه ښودلې وه چې افغانستان کې د ت.البانو له واکمنۍ وروسته د غیرقانوني وسله‌والو وده اصلي ګواښ دی.

بل خوا، د افغانستان لپاره د روسیه ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه روسي اتباعو ته سپارښتنه کړې چې د ترهګرو ډلو له لوري د امنیتي ګواښونو له امله دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
ت.الب چارواکو په وار وار د سیمې او نړۍ دا ادعاوې رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان له خاورې ورته هېڅ ډول خطر متوجه نه دی. دا ډله له خپلې واکمنۍ وروسته په هېواد کې «سرتاسري امنیت» خپله لویه لاس ته راوړنه بولي، سره د دې چې افغانستان کې وخت ناوخت د چاودنو او بریدونو راپورونه خپرېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه