سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي د افغانستان واکمن قوي امنیتي سیستم نه لري

ایران وايي د افغانستان واکمن قوي امنیتي سیستم نه لري

ويب ډیسک

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي‌ د افغانستان او ایران د پولې په اړه وايي، چې د ایران سرحدي ځواکونه قوي او قاطع دي، خو ت.البان قوي امنیتي سیستم نه لري او په وینا یې دا ستونزه له پخوا هم موجوده وه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه زیاته کړې، په رامنځته شویو مواردو کې قوي چلند شوی او اوس په پولو کې ستونزه نشته. احمدي ګواښ کړی چې ترهګر له پولو د ناوړه ګټې اخېستو هڅه کوي، خو زیاتوي: «هغوی باید پوه شي چې پرېښودل کېږي نه او د خپلو اعمالو سزا به ورکول کېږي.»

وحیدي وايي، ت.البانو ته یې یادونه کړې چې پر خپلو ځواکونو دې پام وکړي او په وینا یې، د ایران سرحدي ځواکونه په پوره قوت د خپلو ملي ګټو دفاع کوي او هېچا ته په پولو کې د تخطۍ اجازه نه ورکوي.
نږدې درې اونۍ مخکې نیمروز ولایت کې، پر پوله د ت.البانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه