سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونها،ا،ا وايي :هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله افغانستان کې شتون نه لري

ا،ا،ا وايي :هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله افغانستان کې شتون نه لري

ویب ډیسک

‏د ت.البانو وياند ذبيح‌الله مجاهد، افغانستان کې د بهرنيو وسله‌والو ډلو د شتون په اړه د سيګار وروستی راپور رد کړی او ويلي يې دي، دا پروپاګند دی او په کلکه يې ردوو. هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله افغانستان کې شتون نه لري.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکې ادارې (SIGAR) خپل تازه راپور کې ويلي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو ورسته دغه هېواد کې د بهرنيو وسله‌والو ډلو فعاليت ډېر شوی دی.

د ت.البانو د وياند په وينا، افغانستان کې امنيت ټينګ دی او هېچا ته به اجازه ورنکړي چې امنيت ګډوډ او د هېواد خاوره د بل چا پر وړاندې وکاروي.

د سيګار په راپور کې راغلي، د ت.البانو تر کنټرول لاندې افغانستان د سيمې د هېوادونو لپاره لوی ګواښ دی.

‎#USA ‎#Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه