سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد‌ افغانستان د‌ ناورين پيل او د ډاکټر نجیب الله سياست

د‌ افغانستان د‌ ناورين پيل او د ډاکټر نجیب الله سياست

ليکوال او شنونکی : فضل اشنا.

دا کتاب د افغانستان د څلوېښت کلن ناورین او د شهيد ډاکټر نجيب الله پر سياست تمرکز لري ياد کتاب د ډاکټر نجيب الله شخصي سيکټري او د رئيس جمهور د دوتر وياند ښاغلي اسحاق توخي په دري ژبه ليکلی دی چې لومړی ځل په 2017م کال کې چاپ سو ورسته يې پښتو ژباړه ښاغلي آمين محمدي اڅړ په 2021م کال کې په 448 مخونو کې د ” بهرنۍ لاسوهنې او د افغانستان جمهوريت د ړنګېدنې ناورين” په نوم په روانه او خوږه ژبه د دانش خپرندويه ټولنې لخوا په کابل کې چاپ کړ
ليکوال د افغانستان د خونړي ناورین آغاز له 1964م کال څخه کوي په شاهي کورنۍ او شاهي سلطنت کې خپل منځي اختلافاتو هغه وخت د بارنيو لخوا ځای پیدا کړ چې کله امريکي امپرياليسټ په نړۍ کې د ساړه جنګ آغاز وکړ امريکې لومړی ځل اسلامي کانفرنس ، ائرګنائزيشن اسلامک کانفرنس OIC په نوم تنظيمونه او د عرب ممالکو ډېرو هېوادونو ته يې په نړیوال تېل بازار کې د راکړې ورکړې موکه ورکړه په اسيا کې يې سختدريځ اسلامي سياسي ګوندونه رامنځ ته کړو او باقاعده يې يو داسي نصاب ورته تیار کړ چې په سيمه کې ترڅو د جنګ اثرات تر یوې پېړۍ پوري ژوند وکړي.
بل اړخ ته روسیه وه چې د کميونزم او کميونسټي نظرياتو د خپرولو دپاره يې ډېری اسلامي ملکونه په خپله ولکه کې مستعمره کړي وو ايران او ترکيې هم د کميونزم پر ډاله د منافقت اتڼ کوی یوازنی افغانستان وو چې په دويم نړيوال جنګ کې نه وو جنګېدلی د زبرزواکو ورته ارادې د خپلو منحوسو اهدافو دپاره خرابې وې نو لومړی يې په شاهي کورنۍ کې کار شروع کړ خليلي د ظاهر شاه ډېر نيږدې کس وو خو پر تخت يې واري د شا لخوا کول په ډېره چالاکي سره په هغه کار کې کامياب سو کوم کار چې ورته سپارل سوی وو داسي ابهام يې ورواچوی چې د شاهي کورنۍ او شاهي سلطنت اختلافات دومره زور ونيوی چې بالاخر په اساسي قانون کې 24مه ماده په دوو شقونو ور اضافه سوه. 24مه ماده په افغانستان کې اولسونو ته د ګوند يا تنظيم د جوړولو سياست کولو او د اسلامي ډیموکراسۍ دپاره اجازه ورکړه. افغانستان خلک ډیموکراتیک ګوند او نور سياسي او جمهوري ګوندونه رامنځ ته سو
ښاغلی توخی ليکي افغانستان خلک ډیموکراتیک ګوند دوه ځايه سو ، يوه د خلک په نوم ډله او بله د پرچم په نوم ډله .. دا پر بيانيه سره جلا سوې، يوې ډلي د کميونزم په کميس کې مرتجعي قوتونه ټکول او بلي ډلي ډېموکراسۍ او د اولس پام سياسي چارو ته راړوی او شاهي بورژوايې نظام په خلاف يې اولسونه بيدارول خو دواړو ډلو لاسونه بل ځای نولي وو. سردار داود خان د پرچم ډلې هم فکره وو په شاهي نظام او جمهوري دوره کې يې ښه لوړي رتبې او چوکۍ هم و پرچميانو ته ورکړې . د 1973م کال په جمهوري انقلاب کې يې هر اړخيز کومک پټ او ښکاره و رسولی وو ، امير خيبر چې د خلک ډ يموکراتیک ګوند د بنسټ ګرو څخه وو په کابل کې ترور او ووژل سو نو خلکيانو او پرچميانو ډېر بد حال جوړ کړ . د وخت د جمهوري حکومت څخه يې جدي پلټني وغوښتې و لاريونونه يې وکړو او د سردار داود خان په خلاف يې ډېر سخت تور لګونې شعارونه ورکول . د 27م اپريل 1978م کال د ثور انقلاب رامنځ ته سو خپلو خواخوږو ملګرو لکه پرچميان سردار داؤد خان يې سره د کورنۍ هم ووژی. خو خلک ډیموکراتیک ګوند په خپله شپږ کلنۍ دوره کې بيا هيچا هم د امیر خيبر نوم نه واخيستی او نه يې د قتل وجوهات معلوم کړو او نه يې بيا چا د وژلو سوب معلوم کړ .
دلته د کتاب څخه د ثور د انقلاب په هکله يوه داسي خبره را نقلوم چې شايد ډېر ملګري به اتفاق نه ورسره وکړي …
ښاغلي توخي د جنرال عمرزي د کتاب ” شب هايی کابل” څخه يوه حواله راوړې ده
جنرال عمرزی وايې چې د انقلاب په شپه زه ، یوسف سحر ، سيد رحیم ، محمد ابراهيم ورغلو هلته چیري چې استاد ترکی ( نورمحمد ترکی ) بندي وو زولنې مو ورخلاسې کړې او د انقلاب مبارکي مو ورکړه، ترکی حيران سو اول يې ماته وکتل بيا يې زما ملګرو ته وکتل چې انقلاب ؟ د څه شي انقلاب ؟ د کوم انقلاب خبره کوی ؟ او دباندې دا ډزي د څه دي ؟
ما ورته وويل چې د کوم انقلاب دپاره چې موږ ګونديزي هلي ځلي کولې د 4م او 15م زغره والو فوځي قواوو لخوا انقلاب روان دی .
استاد ترکي په ډېره حيراني سره چې د مخ ګونه يې الوتې وه په انکار کې سر وښوراوه چې انقلاب زموږ په آينده لايحه عمل کې نه وو دا ښه نه وسو دا وخت د انقلاب نه وو او ما چيري بيا ياست ؟ عمرزی وايې ما ورته وويل چې راډیو اسټېشن ته
بيا ليکي چې کله موږ ارګ ته روانېدلو نو آمين (حفيظ الله امين) و ترکي ته مبارکي ورکړه کارمل (ببرک کارمل) يې و څنګه ته ولاړ وو ترکې د مبارکۍ په ځواب کې ورته وويل چې څه وسو ښه نه وسو ! افغانستان به تر ډېره د وينو په حوض يا تالاو کې پروت وو ببرک کارمل د استاد ترکي خبره ور درسته کړه چې انقلاب زموږ نه دی نه زموږ د خونړي انقلاب په هکله کوم پروګرام په نظر کې وو موږ نه وو ورته تيار بس د هر چا چې دی خو تاوان به يې افغانان وخوري هم دا خبر شهيد ډاکټر نجيب الله هم و ښاغلي توخي ته کړې وه.
چې موږ په بس کې سپاره وو ارګ ته روان وو زه د کارمل او د ترکي شاته په چوکۍ کې ناست وم هم دغه خبره ترکي و کارمل ته وکړه ..
د ثور انقلاب را ورسته تر ناين الېون پيښې پوري په افغانستان کې اقوام متحده ، پاکستان ایران، ترکي ، شوروي اتحاد يا متحده روسیې عربو نورو ترهګرو او د افغانستان خپلو کورني تنظيمونو لکه نظار اسلامي ، هشتګانه هفتګانه ، شمالي ټلوالي، مجاهدين اسلام، فدائی اسلام ملېشا، قبايلو کړيو او نورو دننه و دباندې غدارانو او جاسوسانو د افغانستان په بربادولو ښه خروش وکښی ورسته د‌ هم هغه دښمن لښکرو سره مل ولاړو او په مغربي نړۍ کې يې کورونه او کاروبار جوړ کړ
مجلس اوږدېږي د ليک مغز ته به راشو وطن ګوند افغانستان چې ډاکټر نجيب الله يې مرکزي عمومي منشي وو ولي دړي وړي سو..؟
د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال ټول مرتجعي قواؤ، جهادي تنظيمونو، شمالي ټلوالي ، نظار شورا اسلامي، د سيمې هېوادونو اقوام متحده ، متحده روسيې او د وطن ګوند ځنې مرکزي غړو ولي ډاکټر نجيب الله ته ويل چې استعفا ورکړه ؟ او واک مجاهدينو ته وسپاره او هغه مجاهدينو ته چې په 1991م کال کې د برهان الدين رباني په مشرۍ کې روسيې ته تللي وو ، بيني سېوان هم ورته ويلي وو چې واک پرېږده د جنرال دوستم او د ډاکټر نجيب الله د اړيکو خرابېدو سوب جنرال جمعه خان اڅک وو چې ډاکټر نجيب الله د شمال زون دپاره جنرال اڅک وټاکی دوستم پرچمي لار جلا کړه او تر هغه وخته پوري يې د تعصب لار نيولې وه چې کله ډاکټر نجيب الله ميدان هوايې ته روان وو د بيني سېوان ليدو ته نو د دوستم ملېشو يې مخه ونيول او هیڅ اجازه يې نه ورکول ، د وطن ګوند د مرکزي کمېټۍ ،مرکزي ايګزيکټيو مرکزي پولیټکل بېرو د ډاکټر نجيب الله په هکله پټ ملاقاتونه او دسیسې جوړولې لکه شاهنواز تڼي د ګلبدین حکمتیار عبدالحمید محتاط د نظار شورا اسلامي سره ،سلېمان لايق د چا سره لاس پټ وو په کتاب کې سته او نور ډېر …
د کتاب څخه يوه وړکې حواله راوړم چې د وطن ګوند د مرکزي کميټې غړو د ډاکټر نجيب الله په خلاف کړې ده.
د جنرال مالک د خاطرو څخه پر 315م مخ ليکي چې
په دا سبا زه د رشيد دوستم د ليدو څخه ورسته کابل ته روان سوم چي دوستم د جنرال جمعه اڅک پر ټاکنه ډېر په خشم وو زه کابل ته ورسېدم د وطن ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی سيد اکرام پېګير خپل والګا موټر مخ ته رالېږلی وو او ميدان ته مخامخ د پېګير کورته ولاړم هلته هر يو لکه محمود بريالی (دکارمل ورور ) نجم الدین کاوياني د سياسي بېرو غړی ،فريد مزدک د سياسي بېرو غړی ،جنرال خان اقا ،او د مزارشريف د امنیت پخوانی رئيس له دوو روسي مشاورانو سره ناست وو، يو مشاور ښاغلي مزدک راوپېژانده چې د وطن ګوند د مرکزي کمېټۍ مشاور هم وو او دا بل هم د امنيت د وزير يعقوبي مشاور وو چې پخوا مې هم ورسره ليدلی وو په روانه پاړسي ژبه يې خبري کولې تکیه کلام يې (او مرد خدا ) وو
نور مشاور هم ناست وو زما د راتګ ورسته مجلس داسي پېل شو
د دولتي امنیت د وزیر مشاور د ودکا ( شراب ) د يو پېک پورته کولو سره د‌غونډې ګډونوالو ته داسي وويل
ملګرو ! جمهور رئیس ملګري نجیب الله ستا سو ګوند او هېواد پر لوېديځ والو وپلوره او د امپرياليزم له جاسوسانو سره يې معامله وکړه څو ورځې کې به يې په خپلو سترګو ووينی ستا سو شهيدان او قربانۍ يې خرڅې کړې او لويديځ امپرياليزم ته يې تسليم کړې ملګري نجيب د مرتجعي قواؤ سره روغه کوي يو وار بيا افغانستان د نړۍ امپرياليسټانو ته په لاس ورکوي د ګوند بیانیه يې بدله کړه، ولاړی د دښمن قوتونو په غېږ کې يې پناه واخيسته، موږ خپله بيانيه نه بدلوو نور موږ ملګری نجیب د ګوند د مرکزي مشر په حیث نه منو .
،ښاغلي پېګير ناستو ګډون والو ته وويل چې ګوند افغانستان، اولس، ملګري، منشور ، زموږ سره دی نجیب الله هیڅ حق نه لري تاسو نه وينې د شهيدانو وينه يې خرڅه کړه ..
محمود بريالي ورغبرګه کړه چې د ګوند مرکزي کمېټۍ، مرکزي ايګزيکټيو، پولیټکل بيرو دا زموږ سره دي ملګري نجیب لار بدله کړه د رشيد دوستم غوندي ملګری يې ناراضه کړ زکه نجیب توکم نسلي ته هوا ورکوي د ازبک پر ځای يې د جنوب غرب يو اڅکزی پښتون (جمعه اڅک) راوستی نجیب ګوند قبضه کړی دی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې مخ ته ولاړ سي.
يادو مرکزي مشرانو اوله ناسته د بارنيو چارو وزير عبدالوکيل په کور کې کړې وه مهمه نقطه يې دا وه چې نجیب بيانيه بدله کړه نجیب د مزهبي ګوندونو سره لارجوړوي او د افغانستان څخه تښتي..
عجبه دا ده چې نجیب دي هم استعفا ورکړي او هم به بيرته کارمل راولي روس، امریکې ، اقوام متحده ، مجاهدينو، پاکستان، ايران ،ترکي، عربو ، ټولو شهيد ډاکټر نجيب الله ته ويل چې استعفا ورکړه او افغانستان نوي ټول شموله اسلامي حکومتولۍ ته پرېږده ، خپلو ملګرو هم ورته ويل چې استعفا ورکړه موږ به په کابل کې د‌ مجاهدينو سره څنګ پر څنګ ګرځو او خپل ازاد ژوند ته به ادامه ورکوو .. ډاکټر نجيب الله ته د نړۍ قامپالو رياستونو سوشلسټي واکمنو، انقلابي اشخاصو او يو سائیں کمال خان شېراڼی و شهيد ډاکټر نجيب الله ته ويل چې استعفا مه ورکوه افغانستان به سرنوشت وبايلي د کابل خښتي به تهران او لاهور ته ورسېږي ارواښاد استاد سائیں کمال خان شېراڼی وايې چې زه په کابل کې د جمهور رئيس د دوتر ته دویم وار ور وګرځېدم په دروازه کې مې لمن ورته ونيول چې ملګرې نجيبه ! استعفا مه ورکوه افغانستان به سره اوور ته ولويږي .. سائیں کمال خان شېراڼی يو فرد نه دی بلکې د يو غښتلي قام د يوې پېړۍ د پرله پسې مبارزې د تحريک مخکښ دی ..
خو چې کله ډاکټر نجيب الله د افغانستان د بربادۍ قتل عام ، لوږو بې سره و اسمانه مهاجرو ، بالخصوص د افغانستان د امن سوکالۍ او پرمختګ دپاره په ډېر باور واک مجاهدينو ته وسپاری او دی د اقوام متحده دوتر ته ولاړی پناه يې واخيسته. خو مجاهدينو په اول وار د خلک پرچم او وطن ګوند هغه مرکزي مشران چې د ډاکټر صېب ملګري وو ونیول او زندان ته يې بوتلو. لکه عبدالرحيم هاتف ، سرباز نعيمي ، باوري صېب بلکې د ډاکټر صالح زېري ماشومان او کورودانه يې په کابل کې په شهادت ورسول ، نور پاتې ملګرو چې په کومو حالاتو کې د خپل وطن څخه پښې سپکې کړي دي تاسو به هغه وخت وبږنېږی چې خپله يې ووایاست بيا به در معلومه سي .
خپل د وطن ګوند د ملګرو نومونه يې په کتاب کې سته چې د ډاکټر نجيب الله او د ګوند په خلاف يې کوم اشراري جاسوسۍ ترسره کړې او د نړيوالو استخباراتو سره يې پټ لاسونه يو کړي وو داسي ملګري يې بلها ډېر دي چې د مجاهدینو سره یې د ښه ژوند او اباد افغانستان په پار دعوې کولې په هغو کې خو يو نوم چې زه يې دلته راوړم هغه
سلېمان لايق دی چې شهيد ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په شپو کې څنګه ياد کړی دی. دا به تاسو ټول په کتاب کې مطالعه کړی دا ټول بيا د وخته سره ښکاره سو چې ټول ياد مرکزي مشران د نړيوالو استخباراتو غړي وو او ټول په خدائې مرګ مړه سو بالا اخر د افغانستان يو ويښ او غښتلی سياستوال سياستپوه د افغانيزم سرخېل د افغان نشنلزم وکيل د‌ مترقيت غوښتونکی، د غره غوندي سړی پر افغانستان او افغانانو مئين ډاکټر نجیب الله پر 26م سپتمبر 1996م کال په افغانستان کې په هغه دار چې امريکايي امپرياليزم عربیي چلتاريانو ايراني اخوندانو ړوند کميونسټ روسې خپلو هم فکره هم وطنه بې نسله جاسوسانو او د افغانستان د ناورین مسولينو يې رسۍ يا پړی وودلی يا جوړ کړی وو د وخت منصور په وځړول سو . ټپه راياده سوه

خپلو تړلی په لاس ورکړم
اوس به مې وخت پردي په دار راځي وينه

او هغه ملګري چې ډاکټر نجیب يې مرتجعي، قابض امپرياليسټي کارمند او د وطن ګوند غدار غلط او جاسو باله هغه ټوله ژوندي ولاړو په امپرياليسټي امريکه او لويديځ امپرياليزم بلاک کې يې پناه واخيستې، حجونه يې وکړو بعضو په تبليغ کې بسترې وتړلې او خپل کاروبار يې شروع کړ ، نور ملګري يې بیا کميونسټي روسیې ته ولاړو خو ډاکټر نجيب الله ته نه چا پناه ورکول او نه چا يې ژوند وژغوری…
تاسو کتاب مطالعه کړی د کمال سياستوال او سياستپوه دی ما زکه دومره لوړ کړ چې دا اغيز د کتاب او ډاکټر صېب د غدارانو ملګرو دی شايد چي اوس به هم يو نيم ژوندي وي چې ډاکټر صېب نن هم د افغانانو افتخار دی. نو تر اخره يې پاکستان ايران او ترکيې ته د پناه درخواست نه دی ورکړی او نه تلی ، خو يوه خبره به زه ور زياته کړم د هندوستان دي ملا ماته سي بس . د سياسي ګوندونو غړي سیاسي شنونکي او پښتنو سياسي غړو ته په کار دی چې دا کتاب يو وار حتماً مطالعه کړي ولي د ماضي تجربو څخه په حال کې موږ ګټه پورته کولای سو، د وطن ګوند د هغه وخت کشمکش زموږ ګوندي سياست ته ډېر باوري بيکن ورکوي هغه ګوندي غلطي چې يو وار تقرار سوې ده بايد په پام کې ونيول سي..
تاسو کتاب مطالعه کړی زه بل کتاب را اخلم..

نوټ : اصطلاحات ..
اشرار ، وسلوال مخالفين ، غربي ګوډاګيان ، لينن زامن ، د مسکو سپيان ، استعماري مزدوران ، امپرياليسټي کارمندان ، لاهوري وهابيان ، عربي چلتاريان ، ګوندي فسادان ، مزهبي افراطيان، اوورپلکي او داسي نور ..

اول : په کتاب کې د شمس الدين مجروح صاحب په هکله ناسم معلومات دي،او دی يې ارواښاد ليکلی دی ليکن مجروح صېب په پېښور کې اوور پلکو ترور کړ او شهید شو
دويم .سردار داود خان يې مرحوم، امير خيبر يې شهيد او ډاکټر نجیب الله يې څو ځايه مرحوم او دوه ځايه شهيد ليکلی دی.
دريم . په ياد کتاب ښاغلي توخي د ډېرو کتابونو څخه استفاده کړېده..
څلرم: د قامي سياست فعالان د افغانيزم د فکر ځوانان ، د افغانستان په هکله ليکونکي، شنونکي، او تاريخ پوهان بايد دا کتاب مطالعه کړی.
پنځم . کتاب زما سره نسته په تکتو کتاب کور کې د کفيل قربان سره اړيکه ونيسئ .
شپږم. په اخر کې لیکوال ډېره حقيقي خبره کړې ده چې ما تر ننه ورځې د يو ليکوال له خولې نه وه اورېدلې اسحاق توخی وايې چې
زما هدف دا نه دی چې زه په تاسو ډاکټر نجيب الله ومنم او يوه ستره مجسمه ورڅخه جوړه کړم، زه غواړم ،چې راتلونکې نسل د افغانانو بايد په حقيقت خبر وي ..
پای

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه