سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسرائیل یو ځل بیا په فلسطین برید کړی چې له امله یې...

اسرائیل یو ځل بیا په فلسطین برید کړی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي

اسراییلي ځواکونو د فلسطین پر جنین کمپ برید کړی چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.

د اسراییلو پوځ ویلي، چې دغه عملیات یې د یوه شکمن بریدګر د نیولو لپاره ترسره کړي چې پایله کې یې د دغه هېواد ۸ سرتېري هم ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د خپلو ټپیانو راویستلو لپاره له ۲۰ کلونو وروسته جنګي چورلکه کارولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي پوځ په تېرو پنځلسو مياشتو کې څو ځلې د فلسطین پر جنین او نورو نږدې کمپونو برید کړی چې ګڼ شمېر ملکي وګړي یې وژلي او ټپیان کړي دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه