ویب ډیسک
دملي دفاع وزارت وايي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۵ طالبان ووژل شول او ۳۶ ټپیان شول.
همداراز د طالبانو زیات یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.
د دې په خواکې ۲۴ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.
دغه طالبان د هېواد کندهار، بلخ، هلمنداو بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
خو بل اړخ ته طالبانو په دې هکله څه نه دی ویلي.


