ویب ډیسک
کابل – بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته د اسلامي همکاری سازمان (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو په فوقالعاده غونډه کې د ویدیوکنفرانس له لارې ګډون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ١٩٦٧ پریکړه لیک سره سم، د مشخص شوي سرحدونو په چوکاټ کې د یوه خپلواکه دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو مشروع حق څخه د افغانستان اسلامي جمهوریت ملاتړ څرګند کړ.
په خپله وینا کې، د هېواد بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې په فلسطین کې کړکیچن وضعیت د اسلامي نړۍ په وړاندې یو له ننګونو ډک کړکیچ دی.
ښاغلي اتمر د اسرائیل لخوا د اقصی جومات په عبادت کونکو باندې وروستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل او د فلسطین له مظلومو خلکو سره یې د افغانستان پیوستون په ډاګه کړ.
ښاغلي اتمر د فلسطین خلکو اجباري کډیدل د نړيوالو پریکړه لیکونو سرغړونه او هغه يې په سیمه کې د تاوتریخوالي او ناامنیو د راپارولو لامل وباله.
د فلسطین بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رياض المالکي د دې فوقالعاده ناستې له جوړونکو او برخه والو څخه مننه وکړه او فلسطین ته یې د اسلامي هېوادونو ملاتړ مهم او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات په ګټه وباله. د فلسطین بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې د اسرائيلو د تاوتریخوالي سمدستي پای لپاره کار وکړي.
د غونډې په پای کې، ښاغلي المالکي د فلسطین خلکو سره د افغانستان د پیوستون څرګندولو او په فلسطین باندې د اسرائیلو وروستيو بریدونه غندلو لپاره، د هېواد بهرنیو چارو وزیر څخه په ځانګړې ډول مننه وکړه.


