دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان کې روانه جگړه کورنی جنگ بللی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن افغانستان کې روانه جگړه کورنی جنگ بللی.

 کړی.
ويب ډیسک
جوبایډن د افغانستان په اړه په خپل تازه بیان کې ویلي، چې بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ته یې لارښوونه کړې څو د ولسمشر غني او نورو سیاسي مشرانو سره د وینې توئیدنې د مخنیوي او سیاسي حل لپاره مرسته وکړي.

پرسیاسي حل د جوبایډن ټینګار ظاهرا افغانستان کې د مشرتابه تغییر دی.
جوبایډن ویلي، چې بلنکین په دې تړاو کلیدي سیمه ییزو هیوادونو سره هم په خبرو بوخت دی.

د امریکا ولسمشر ویلي چې خپلو استخباراتي ادارو ته یې امر کړی له افغانستان څخه دوي(امریکا)ته د متوجه خطر او ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره باید وړتیا او څارنه ولري.

بایډن وایي، امریکا نور افغان جګړه کې ښکیلتیا نه غواړي او نه غواړي دوه یا پنځه کلونه نور جګړه وکړي ځکه دده په خبره افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ ده او تردې وروسته دافغان پوځ مسوولیت دی، چې له خپل هیواد دفاع وکړي.
بایډن وایي، افغانستان ته یې د پنځه زره نورو سرتیرو د لیږلو هدف دادی څو د دوی پرسونل او د امریکا د متحدینو پرسونل په خوندي توګه له دې هیواده وباسي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه