لیک : سردار ولي
د واخان سل کلوميټره دره چي تاريخ ئې [اِشکاشِم/د ورېښمو لار] هم ليکي، د مارکو پولو په مشهوره سفرنامه کي هم ځای لري او اوس د بدخشان ولايت ختيځ اولسوالي ده چي اوسېدونکي ئې څلوېښت زره نفوس لري او په واخانيانو ياديږي.
تاريخ راته وايي چي ۲۵۰۰ کاله وړاندي واخي/واخيان ټبر د خپلو مالونو په وښو پسي واخان ته ولاړل او هلته له ډېري مودې وروسته پسي واخيان سول.
د اسلام د راتګ سره هغوی اسماعيلي شعيه ګان سول چي وروسته ئې اکثره سنيان سول.
ويل کېږي چي د واخان خلک کله چي د سلجوقيانو قوي وزیر په ایران او سوریه کې په حشاشین (Assassins) یا اسماعيليانو حلقه را تنګه کړه نو دوی هغو درو او غرونو ته وتښتېدل چي د ملکشاه سلجوقي د وزیر نظام الملک لاس ورته نه رسېد. دغه اسماعيليان چي هلته مېشت سول نو په دعوت او تبلیغ يې لاس پوري کړ او د بدخشان ځيني خلکو د اسماعيليانو مذهب قبول کړ. همداسي په بغلان، کابل او نورو سيمو کي میشت سول …
تل په واوره پوښتلې دغه نرۍ تړانگه؛ ځکه د ساعت تيري د پاره خوندي ده چي په تېر څلوېښت کاله کي ئې د پېچلي جوړښت له امله جګړه نه ده ليدلې.
دلته ښځي کومه پرده نه کوي او نه هم پکښي کومه د عبادت وداني [مساجد] سته بلکي عبادت په هغه وړه کوټه کي کوي چي نارينه ئې پکښي ناسته چای کوي.
واخان دوې پېړۍ وړاندي د انګرېزانو او روسانو د ساړه جنګ مرکز وو او روسانو به تر څار لاندي نيولی وو او هم ئې په يوه پرېکړه ليک [بفر زون/زغره] اعلان کړ چي بايد د دوی سرحدونه سره مښتي وي.
واخان د افغانانو هغه طلايي جغرافيه ده چي د دريو سترو غرونو سلسلې سره مښلوي لکه هندوکش، قراقروم او پامیر…
پامير هم ددې ولايت له مهمو غرونو څخه دى، چي لوړه څوکه يې د دنيا دبام په نامه ياده سوې ده.


