دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ناتوسازمان، اروپايي اتحادیې اوامریکاځانګړو استازو په افغانستان کې د سمدستي اوربند...

د ناتوسازمان، اروپايي اتحادیې اوامریکاځانګړو استازو په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه

ويب ډیسک

کابل – د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ناټو سازمان، اروپايي اتحادیې ، متحده ایالاتو ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیا ، ناروې او انګلستان د ځانګړيو استازو لخوا د ایټالیا – روم ښار کې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه نیټې خپرې شوې اعلامیې څخه چې په هغې کې دطالبانو لخوا د تاوتریخوالي د پای ته رسولو، په افغانستان کې د سمدستي اوربند او سیاسي حل لارې لټولو په موخه خپره شوې وه هرکلی کوي.

پدې اعلامیه کې د دې هیوادونو او سازمانونو ځانګړیو استازو سیاسي حل ته د رسیدو لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو او دوامداره ملاتړ لپاره د پنځو کلیدي اصولو په پام کې نیولو باندې ټينګار وکړ په دې اصولو کې: (۱) ټول شموله حکومتداري ، (۲) د سیاسي زعامت ټاکلو لپاره د خلکو حق ، (۳) د ښځو، ځوانانو او لږکیو حقوقونو په ګډون د بشري حقونو ساتنه (۴) د تروریزم پروړاندې دوامداره مبارزې ژمنه، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای نه بدلیږي او (۵) نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته درناوی په کې شامل دي.

موږ په دې اعلامیه کې پنځه مطرح شوي اصول، چې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تأمین لپاره د افغانستان د خلکو او دولت ریښتیني غوښتنه او اراده بولو، خپل ملاتړ څرګندوو.

د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په داسې حال کې چې د دې هیوادونو او سازمانونو له خوا په هیواد کې د طالبانو، بهرنیو جنګیالیو او سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو د زیاتوالي دغندنې هرکلی کوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۵۱۳ پریکړه لیک کې د راغلو مفاداتو پلي کیدو لپاره ددغه اعلامیې له ټینګار څخه خپل ملاتړ څرګندوي.

د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د دې اعلامیې د حکمونو پلي کیدل په هیواد کې د تلپاتې سولې ، ثبات او د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې په لور یو مثبت ګام بولي او د هغې د عملي کیدواو تحقق لپاره خپله ژمنه څرګندوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه