ویب ډیسک
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ وايي چې د اسرائیلي بریدونو په غبرګون کې یې د اسرائيل سیمو کې هدفونه په بریالیتوب سره له منځه وړي دي.
پوځد شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې ځواکونو یې د شنبې سهار د اشغال لاندې سیمو کې هدفونه ویشتي دي.
پوځ د “آرش” په نوم ځانمرګي ډرونونه د اسرائيل سیمو دننه ورننه ایستلي دي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې ایران د میزایلو پنځمې څپې بریدونه پیل کړي دي، چې پکې د اسرائيل سیمو، لکه طبریه، اشغال شوی جولان، او ټیټه ګلیل سیمه، شاملې دي.
دا غبرګونونه وروسته له هغه راځي چې د اسرائیلو رژیم د جمعې شپې په اوږدو کې د ایران پلازمینې تهران او نورو ښارونو باندې پوځي بریدونه وکړل.
د یو ستر تشدد په ترڅ کې، د تلابیب رژیم د تهران په شاوخوا کې پر استوګنیزو ودانیو هم بریدونه وکړل.
د اسرائیلو پوځ همداراز د ایران پر لوړپوړو پوځي چارواکو هدفي بریدونه ترسره کړي دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز مشر لوی جنرال محمد باقري او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي عمومي قومندان لوی جنرال حسین سلامي د هغو لوړپوړو پوځي چارواکو په ډله کې وو چې په تهران کې ترور شوي دي.


